1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبان وايي د داعش مرستیال ورسره یوځای شوی

۱۳۹۶ آذر ۱۰, جمعه

وسله والو طالبانو رسنیو ته په يوه بریښنالیک کې ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د داعش ډلې مرستیال له دوی سره یوځای شوی دی.

https://p.dw.com/p/2ocfn
Taliban Afghanistan
انځور: Imago

دغه ادعا تر اوسه پوري کومې خپلواکې سرچینې تائید کړې نه ده. که تائید شي، نو د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ په اړیکو کې به یو ستر بدلون وي. داعش او طالبان یو له بل سره شدید رقابتونه لري او همدا تیره اونۍ یې د افغانستان په ختيځ کې خونړۍ جګړې کړي دي.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي د پنجشنبې په ماښام ناوخته رسنیو ته په یوه لیږل شوي بریښنالیک کې لیکلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې مرستیال عبدالرزاق مهدي «بلاخره په دې وپوهید چې د دوی [داعش] فعالیتونه د اسلام او مسلمانانو پر ضد دي.»

احمدي همدا راز ویلي دي چې مهدي په افغانستان کې د «اسلامي دولت» (داعش) او په عراق کي د داعش ډلې ترمنځ د اړیکو مسئول هم وو. د نوموړي په وینا مهدي د داعش ډلې پر نورو غړو هم ږغ کړی چې «د مسلمانانو د اتفاق له پاره» له طالبانو سره یوځای شي.

د طالبانو او داعش ډلې ګډه جبهه به په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان ۱۳ سلنه خاوره په خپل کنټرول یا تر خپل اغیز لاندي لري او د شاوخوا ۳۰ سلنه نوري خاوري د کنترول له پاره هڅي کوي، دې هیواد ته ستر تهدید رامنځ ته کړي.

DPAE/K.H