1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي د سولي خبرو ته نه کښېني

۱۳۹۴ دی ۳, پنجشنبه

وسله والو طالبانو يووار بيا له افغان حکومت سره د سولي پلان سوو خبرو اترو کښېناستل رد کړي دي او د جگړې اعلان ئې کړی. بله خوا بيا افغان چارواکو ويلي دي چي سنگين ولسوالي د دوی په کنترول کي ده.

https://p.dw.com/p/1HTK6
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

په افغانستان کي وسله والو طالبانو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۴مه) رسنيو ته په يوه لېږل سوي برېښناليک کې له افغان حکومت سره پلان سوي د سولي خبري اتري رد کړي او جگړې ته پر دوام ورکولو يې ټينگار کړی دی.

په دغه بيانيه کې د سولې د خبرو اترو پر وړاند د خنډونو یادونه شوې ده. دا په داسې حاله کې ده چې افغان حکومت یووار بیا له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته د سولې بهیر د بیا پیلیدو هیله څرګنده کړې.

د طالبانو په بیانیه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور او همداراز د ملګرو ملتونو له خوا پر دغي ډلي باندې بندیزونه د سولې د بهیر پر وړاند خنډونه بلل شوي دي.

ملګرو ملتونو په روانه اوونۍ کې پر طالبانو باندي خپل بندیزونه وغځول خو طالبانو بیا ویلي دي چې همدا بندیزونه د دې سبب شوي چې موږ جگړې ته دوام ورکړو.

«سنگين ولسوالي مو په لاس کي ده»

له هغه وروسته چې وسله والو طالبانو د هلمند ولايت د سنگین ولسوالۍ د نیولو ادع وکړه اوس افغان چارواکي وايي چې جگړه دوام لري او له طالبان څخه يې هغه سیمه بيرته نيولې ده چې تيره شپه يې نيولې وې. ویل شوي ول چې تیره شپه طالبان د سنگین ولسوالۍ تر ودانۍ پورې رسیدلي ول.

د سنګین ولسوالۍ د پولیسو قوماندان اختر محمد، ویلي دي: «یو ساعت وروسته موږ د ولسوالۍ ودانۍ بیرته ونیوله او اوس زموږ په لاس کې ده.»

په کابل کې د ناټو چارواکو تائيد کړې ده چې امریکايي هوایي ځواکونو د جگړې په سیمه (سنگين ولسوالي) کې دوه هوایي بریدونه کړي دي.

په هلمند کې د افغان پوځ ویاند غلام رسول ځاځی، ویلي دي چې افغان هوایي ځواکونو هم په سیمه کې عملیات کړي دي چې په پایله کې یې ۲۵ تنه یاغیان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.

دغه افغان چارواکي زیاته کړې ده چې په سنگین کې تر هغه وروسته عملیات ودرول شول چې یاغیانو د عامو خلکو په کورونو کې پناه واخیسته.

له بلې خوا طالبانو په یوه بیانیه کې ادعا کړې ده چې سنگین ولسوالي يې په کنترول کې ده خو دغه ډله ډیر وخت د خپلو فعالیتونو په اړه مبالغه کوي.

د سنگین ولسوالۍ د شورا مشر شادي خان، رسنيو ته ویلي دي چې دی درې ورځي د خپل کور په زېرخانه کې پټ وو او ولسوالي طالبانو نه ده نيولې: «هغه آوازې چې طالبانو سنگین نیولې ده غلطي دي.»

طالبان له نژدې یوې میاشتي راهیسې پر سنگین ولسوالي يرغلونه پيل کړي دي. دغه سیمه له ستراتیژیکي اړخه هم افغان حکومت او هم طالبانو ته ډېر ارزښت لري.

له هغه وروسته چې په سنگین ولسوالي کې جگړه سخته شوه، ځایي چارواکو پر کابل باندي د مرستو غږ وکړ. د افغانستان د دفاع وزیر معصوم ستانکزي، د چهارشنبې په ورځ خبریالاتو ته وویل چې اوس سنگین ته اضافي ځواکونه استول شوي دي.