1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو تر اوسه پر کندز د دولتي ځواک يرغل دفع کړی

۱۳۹۴ مهر ۸, چهارشنبه

وسله والو طالبانو تر اوسه په کندز کي د دولتي ځواک د بيرته نيولو عملياتو مخه نيولي او پخپله ئې د هوايي ډگر د نيولو له پاره پر افغان امنيتي ځواک بريدونه پيل کړي. تيره شپه هوايي ډگر ته نژدې درانه فايرونه اورېدل کېدل.

https://p.dw.com/p/1GfmX
Afghanistan Taliban Kämpfer in Kundus
انځور: Reuters

د کندز هوايي ډگر يوازنی ځای دي چي افغان امنيتي ځواک پکښې راټول سوی او له هغه ځايه د ښار د نيولو عمليات پيل سوي. لکه څرنګه چي د فرانسې خبري آژانس يوه خبريال راپور ورکړی دئ، د سه شنبې په شپه هوايي ډګر ته څيرمه د سختو فايرونو ږغونه اورېدل کېدل.

په کندز کي د امنيتي ځواک يوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «وسله والو طالبانو د کندز په ډېرو سيمو کي ماينونه ښخ کړي دي او په دې سره د دولتي ځواک د پرمختگ مخنيوی سوی دئ.»

طالبان له درو ورځو راهيسي د کندز ښار پر ډېره برخه باندي کنترول لري. دغو وسله والو د دوشنبې په سهار وختي پر دغه ښار باندي له درو اړخونو يرغل پيل کړ او څو ساعته وروسته په ښار ننوتل.

د عیني شاهيدانو په حواله همدا اوس د کندز د هوايي ډگر په يو کيلومترۍ کي سخت جنگ روان دئ.

د کندز هوايي ډگر يوازنی ځای دی چي افغان امنيتي ځواک پکښې ټينگ سوی دئ. دغه ډگر ته له کابله هم د ځانگړي ځواک نژدې ۱۵۰ عسکر رسېدلي دي. خو هغه په زرونو عسکر چي د کندز د بيرته نيولو له پاره له کابل څخه لېږل سوي تر اوسه په گاونډي ولايت بغلان کي تم سوي، ځکه طالبانو لاري په لويو ډبرو او د ريگو په بوجيو بندي کړي دي.

بله خوا د افغانستان د ملي امنيت ادارې ويلي دي چي کندز ته د طالبانو له خوا گومارل سوی والي، د هغه مرستيال او څو تنه نور جنگيالي وژل سوي دي. طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

ويل کيږي چي تيري دوې شپې په کندز کي پر ملکي وگړو خورا سختي تيري سوي دي. د خلکو کورونه تلاښي سوي، شخصي موټران ئې بېول سوي او حتی ځني کسان هم له کورونو ايستل سوي دي. خلک هلته له سختو زورزياتيو خبره کوي.

عيپه ښار کي ځيني ځايونه هټۍ خلاصي دي او ډېر لږ خلک ليدل کيږي. پر سړکانو باندي د وسله والو طالبانو موټر گرځي او په لاوډسپېکرونو کي ئې هغه خپلي طالبي زمزمې په لوړ ږغ اورېدل کيږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب