1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ننګرهار تر چاودنې وروسته پر طالبانو ممانعت وضع شوی

۱۳۹۷ خرداد ۲۷, یکشنبه

چارواکي وايي چې د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د طالب جنګیالیو، امنیتي ځواکونو او ملکیانو پر ګډې غونډې د داعش ډلې د پروني ځانمرګي برید تلفات ۳۶ کسانو ته لوړ شوي. تر برید وروسته طالبانو پر خپلو جنګیالو بندیز وضع کړی.

https://p.dw.com/p/2ziIQ
Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

 د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا د ریاست مشر ډاکټر نجیب الله د آلمان خبري آژانس ته ویلي چې په د شنبې د ورځي (د ۲۰۱۸ کال د جون ۱۶مه نېټه) ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۶۵ تنه نور ټپیان دي. دغه برید د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍ کې هغه مهال شوی چې د اختر په دوهمه ورځ افغان امنیتي ځواکونو، وسلوال طالبانو او ملکي خلکو د اختر د دوهمې ورځې او د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند لمانځنه کوله.

د شنبې په ورځ د «۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۱۶ نیټه» د ننګرهار د ولایت مقام ویاند او د ولایتي شورا غړو ویلي وو چې د ځانمرګي برید په قربانیانو کې د طالبانو جنګیالي، د امنیتي ځواکونو سرتیري او ملیکان شامل دي.

د وسلوالو طالبانو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې چې تر دې برید وروسته خپره شوې طالبانو خپل ټول جنګیالي په عامه غونډو، له افغان ملکیانو سره له ملاقاتونو، له حکومتي چارواکو او همدا راز له امنیتي ځواکونو څخه له ملاقاتونو منع کړي. یادې ډلې خپلو جنګیالو ته سپارښتنه کړې چې د اختر په مناسبت د درې ورځنیز اوربند په ترڅ کې ښارونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو د یوه ویاند له لوري په استول شوې دغه اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې د دې اقدام هدف د شنبې ورځې تر برید وروسته ملکیانو ته د لا ډیر زیان رسولو مخنیوی دی. په اعلامیه کې وړاندې راغلي: «چارواکي باید تر خپلې قوماندې لاندې ټول مجاهدین په دغه راز ګڼه ګوڼه او عامه غونډو کې له ګډون څخه منع کړي او د سرغړونې په صورت کې جدي اقدامات عملي کړي.»

دغه پیښه دقیق وروسته له هغې کیږي چې په شنبه د اختر په دوهمه ورځ ولسمشر غني حکومت له لوري د اوربند موده تمدید کړه او پر وسلوالو طالبانو یې هم د اوربند د غځولو غږ وکړ. ولسمشر غني په ملي تلویزیون کې ملت ته به خطاب کې وویل چې له طالبانو سره اوربند به تر اختر وروسته هم تمدید شي او امنیتي ځواکونو ته یې د طالبانو پر ضد د یرغل د نه کولو سپارښتنه وکړه. ولسمشر غني په خپلو خبرو کې دا جوته نه کړه چې تمدید شوی اوربند به تر کله پورې حاکم وي.

د نورو مواردو ترڅنګ ولسمشر غني په دې وینا کې همدا راز وویل چې حکومت به د طالبانو ټپي جنګیالیو ته روغتیايي درملنه وړاندې کړي او د دوی جنګیالیو ته به اجازه ورکړي چې له خپلو کورنیو سره ملاقاتونه وکړي.

Afghanistan - Taliban und Anwohner feiern  Eid al Futr während Waffenstillstand
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

طالبانو تر اوسه پورې یوازې درې ورځنیز اوربند ته مثبت ځواب ویلی چې د دغه اوربند موده هم نن د پنجشنبې په ورځ یعنې د کوچني اختر په دریمه ورځ پای ته رسیږي. دغې ډلې تر اوسه پورې ولسمشر غني د تمدید شوي اوربند په هکله تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې، خو عام افغانان غواړي چې دغه اوربند لا پسې وغځول شي او د سولې خبرې پیل شي.

د اختر په دوهمه ورځ ولسمشر غني په خپله تلویزیوني وینا کې چې د ملي تلویزیون له لارې خپریدله وویل چې هغه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شتون پر سر د بحث له پاره اماده دی. ولسمشر غني وویل: «د افغانستان حکومت د ګاونډیو هیوادونو د نقش او د نړیوالو ځواکونو د رول او د دوی د راتلونکي په هکله د بحثونو له پاره چمتو دی.»

سربیره پر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې د اعلامیو په خپرولو سره د ولسمشر غني د اوربند ملاتړ کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «لکه څرنګه چې ولسمشر غني افغانانو ته په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې د اړتیا په صورت کې د بهرنیو ځواکونو پر نقش هم بحث ته حاضر دی. د امریکا متحده ایالات [د نړیوالو ځواکونو د رول] پر سر د بحث ملاتړ کوي، زمینه ورته برابروي او په دې راز بحث کې برخه اخلي.»