1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو په کندز کې مسافر تښتولي»

حسین سیرت، کابل۱۳۹۵ خرداد ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې وسله والو طالبانو د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې ۳۰ مسافر تښتولي دي. خو ځایي چارواکي بیا دغه شمیر ۱۸ تنه ښيي او وایي چې د هغوی له ډله څخه امنیتي ځواکونو اووه تنه آزاد کړي دي.

https://p.dw.com/p/1J2ML
انځور: DW
د آلمان خبري آژانس د کندز د پولیسو له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې اووه تنه آزاد کړی شوي کسان د هغو پنځلسو تنو له ډلې څخه دي چې د چهارشنبې په سهار د یوه سرویس او یوه تیز رفتار موټر څخه د کندز په لار کې راښکته کړی شوي وول.
نوموړي خبري آژانس د کندز ولایت د والي ویاند حمد الله دانش له قوله لیکلي دي چې په اصل کې د تښتول شوو کسانو شمیر ۱۸ تنه دی. په داسې حال کې چې په لومړي سر کې د تښتول شوو کسانو شمیر ۳۰ تنه ښول شوی دی.
د خان آباد ولسوالۍ د کندز یوه له ناآرامه سیمو شمیرل کیږي، چې ویل کیږي طالبان پکښې فعالیت کوي. د بدخشان او تخار ولایتونو مسافرین له همدې لارې تیریږي او کندز او کابل ته رسیږي.
تر دې د مخه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې د دغو کسانو تښتول تائید کړل او ویې ویل چې افغان امنیتي ځواکونو د دغو مسافرو د ژغورولو له پاره خپلې هڅې پېل کړي دي.
صدیق صدیقي په خبلو خبرو کې زیاته کړې وه: «په خواشینۍ سره د کندز پر لویه لار تر خان آباد، پورې د مسافرو یو موټر د دښمن له لوري درول کیږي او نامعلوم لوري ته بیول کیږي. له هماغه شیبې څخه زموږ امنیتي ځواکونو خپل عملیات پیل کړي دي.»
ښاغلي صدیقي په دې هکله ډیر جزئیات نه وو په ډاگه نه کړی چې آیا مسافرین پوځي کسان ول او که ملکي. خو ویې ویل چې مخورو کسانو په دغه سیمه کې د مسافرو د آزادیدو له پاره خپلې هڅې پېل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ هم طالبانو په کندز کې د مسافرو د سپرلۍ څو موټرې درولې وې او په لسگونو کسان یې برمته نیولي وو. طالبانو د دغو کسانو له ډلې څخه تر اوسه ۱۲ تنه وژلي دي.
طالبانو په تیرو اوونیو کې پر لویو لارو د برمته نیولو پیښو ته زور ورکړی دی. په سمنگان ولایت کې هم په تیرو ورځو کې طالبانو څو تنه برمته کړي وو.
په عین وخت کې په کابل خلکو څو ورځې ترمخه د وروستیو پیښو په هکله احتجاج وکړ. هغوی خبرداری ورکړ که چیرې حکومت د لویو لارو امنیت ټینگ نه کړي، نو په وینا یې په لاریونو به لاس پورې کړي.