1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام وگړي: کانديدان مو بايد د رايو درناوی وکړي

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ فروردین ۱۷, یکشنبه

په افغانستان کي تر ټاکنو يوه ورځ وروسته عام وگړي له کانديدانو څخه غواړي چي د خلکو د رايو درناوی وکړي. د ټاکنو څارونکي بيا وايي چي درغلۍ په هغه کچه نه وې چي د ټاکنو مشروعيت تر پوښتني لاندي راولي.

https://p.dw.com/p/1Bckc
انځور: dapd

په افغانستان کي د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) يو تن مسئول نعيم اصغري وايي چي د شنبې ورځي (۲۰۱۴ کال د اپريل ۵) په ټاکنو کي د خلکو گډون وښووله چي افغانان نه غواړي بيرته پخوانيو وختونو ته وگرځي او دوی ديموکراسي غواړي.

هغه په کابل کي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «افغانان بريالي سول. په ټاکنو کي د خلکو پيغام دا وو چي دا مهمه نه ده چي کوم کانديد گټونکی يا بايلونکی دی. د هغوی پيغام دا وو چي هر کانديد چي گټونکي وي د ټولو له پاره گټونکی دی.»

اصغري وويل چي فيفا د رايو ورکولو په سلو کي ۷۰ سلنه مرکزونه تر خپل پوښښ لاندي راوستلي ول او د دغه بنسټ څارونکو ليدلي دي چي په بدخشان او دايکندي ولايتونو کي خلکو له لارو څخه واوره پاکوله، څو په ټاکنو کي گډون وکړي.

د هغه په خبره د ټاکنو پر مهال د درغليو پيښو ته په کتو سره چي د هغو مخنيوی هم سوی دی، په هغه کچه نه دي چي د ټاکنو مشروعيت دي تر پوښتني لاندي راولي.
له بلي خوا عامو افغانانو له کانديدانو څخه غوښتي دي چي د دوی و رايو ته احترام وکړي او د ټاکنو د نتيجو په نه منلو سره دي کړکېچ ته زمينه نه برابروي.

د کابل يو تن اوسېدونکی کبير وايي چي افغانان له گواښونو، واوري او توند باران له اورېدو سره سره بیا هم ولاړل او خپلي رايي د خپلي خوښي کانديد ته ورکړه، نو اوس بايد کانديدان د ټاکنو پايلي ومني: «د خلکو غوښتنه دا ده چي د ټاکنو د پايلو درناوی بايد وسي. کمېسيون ډېر ښه او د اعتماد وړ دی او هرڅه سم ول. له کانديدانو څخه مو غوښتنه دا ده چي د کمېسيون د پريکړي احترام وکړي.»

مجتبی يو بل افغان دی چي وايي په ټاکنو کي يې گډون کړی دی، څو آرامه او سوله ييزه راتلونکې ولري. هغه وايي چي کانديدان بايد پر خپلو ژمنو باندي عمل وکړي او په افغانستان کي د ثبات ټينگولو زمينه برابره کړي: «زه له هغه جمور رئيس څخه چي ټاکل کيږي غواړم چي خلکو ته صادقانه خدمت وکړي او پر خپلو ژمنو باندي عمل وکړي او په ټول هيواد کي امنيت ټينگ سي.»