1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله: هنديان دي په افغانستان کې پانگونه وکړي

۱۳۹۴ بهمن ۱۵, پنجشنبه

د افغانستان اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د چهارشنبې په ورځ له هندي سوداگرو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پانگونه وکړي. عبدالله په څو ورځني سفر هند ته تللی دی.

https://p.dw.com/p/1Hpa0
انځور: PIB

د فرانس پرس خبري آژانس د راپور له مخي، هند له افغانستان سره د سويلي آسيا په سطحه تر ټولو زیات مرسته کوونکی هیواد دی. خو په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴م کلونو کې د دواړو هیوادونو تر منځ راکړه ورکړه یوازې ۶۸۳ میلیونه ډالره وه.

ډاکټر عبدالله چې دا وخت د هند په سفر بوخت دی د چهارشنبې په ورځ د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د لويو صنعتي بسنټونو سره د غونډي پر مهال وویل: «زموږ جغرافیایي موقعیت ځمکنی پل دی چې سوداگرو ته د سوداگرۍ، ترانزیت او اتصال په برخو کې زیات امکانات برابروي.»

هغه وویل چې اړینه ده له دغه پوتنسیال څخه گټه واخیستل شي او په وینا یې د دواړو هیوادونو د خلکو او مشرانو تر منځ چې کوم ښه نیت شته باید پر دواړو اړخیزو گټورو اړیکو باندې واړول شي.

عبدالله، په خپلو څرگندونو کې هیله څرگنده کړه چې د افغانستان، ایران، هند تر منځ د ایران د چابهار بندر، په هکله ترانزیتي تړون په نزدې راتلونکي کې رامنځ ته شي.

د تیر کال په می میاشت کې هند له ایران سره د څو میلیونو ډالرو په ارزښت یو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې په خپله سویل ختیځه برخه کې یو بندر جوړ کړي، خو له ډیر وخت راهیسې د هغه چاري ځنډېدلي دي.

د افغانستان اجرائیوي رئيس ویلي دي: «په ایران کې د چابهار بندر پرمختگ د افغانستان او هند د سوداگرۍ له پاره ډیر مهم دی.» هغه زیاته کړې ده چې دغه څه د انرژۍ او سوداگرۍ په برخه کې نه یوازې د افغانستان له پاره، بلکې د مرکزي آسیا له پاره هم یوه گټوره لاره کيدای شي.

ایران د نړیوالو پانگونو په لټه کې دی، څو د دغه بندر د جوړیدو په برخه کې مرسته وشي. افغانستان وایي چې دغه بندر به هندي شرکتونو ته په افغانستان او مرکزي آسیا کې د سوداگرۍ کولو له پاره لاره برابره کړي.

د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه بندر به له هند سره مرسته وکړي چې له خپل سیال چین سره سیالي وکړي. چین په پاکستان کې پر گوادر بندر باندي ستره پانگونه کړې چې په سیمه کې ستر سوداگریز نقش خپل کړي.