1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربي ليگ، پر سوريې د نوو بنديزونو په اړه سره سلا سوي

۱۳۹۰ آذر ۶, یکشنبه

د عربي ليګ د ماليې وزيران د سوريې په وړاندي د نوو بنديزونو د لګولو پر سر هوکړي ته سره رسېدلي، دا پرمختګ هغه وخت وشو، چي سوريې د عربي ليګ له خوا پر ټاکل سوي ضرب الاجل باندي غوږ ونه ګراوه.

https://p.dw.com/p/13I0r
د سوريې نقشه
د سوريې نقشهانځور: DW

د عربي هيوادونو د ټولني، د ماليې وزيران د سوريې د وضعي د څېړلو په خاطر د شنبې په ورځ د مصر په پلازمېنه قاهره کي سره راټول شوي ول. د دغي ټولني په وينا د بنديزونو د لګولو له پاره به د سوريې د لوړپوړو چارواکو يو لست چمتو شي، چي عربي هيوادونو ته به د هغوئ پر سفر بنديز وي.

د ماليې وزيرانو په خپله اعلاميه کي ويلي: « د سوريې او عربي هيوادونو تر منځ سوداګري ته به هم د پای ټکی کښېښوول شي، خو د سوريې د خلکو د اړتيا وړ توکو تجارت به ادامه ولري.»

په دغه بنديزونو کي سوريې ته د کيدونکو پروازونو پر بندولو سربيره د دمشق د شتمنيو کنګلول او د سوريې د مرکزي بانک سره د راکړي ورکړي د درولو اقدامات هم شامل دي.

په اعلاميه کي دا هم راغلي، چي د دغه لست د چمتو کولو پر وخت به دا هم په پام کي ونيول شي چي د دغه بنديزونو له امله د سوريې خلک زيانمن نه شي.

د سوريې حکومت دې ته خپل سخت غبرګون ښودلی. د سوريې د بهرنيو چارو وزير، وليد المعلم، تور لګولی، چي د عربي هيوادونه ټولنه د سوريې وضعي ته د نړيوالي مسئلې رنګ ورکولو هڅه کوي.

وليد المعلم عربي ليګ ته په يوه ليږل شوي ليک کي د نوي بنديزونو فيصله غندلې.

په سوريه کي د لاريون کوونکو پر ضد د دولت له لوري تاوتريخوالی لا هم اوس روان دئ. د لندن ميشته بشري حقونو د ټولنو په وينا د شبنې په ورځ د سوريې په مختلفو سيمو کي د تاوتريخوالي په پيښو کي ۲۴تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چي په هغو کي ۸ تنه امنيتي ځواکونه هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو پر اساس په تيرو اتو مياشتو کي په مصر کي د دولت پر ضد لاريونو کي د سوريې د دولتي ځواکونو له لوري لږ تر لږه ۳ نيم زره تنه وژل شوي دي.

نن « يکشنبه د ۲۰۱۱م کال د نومبر د مياشتي ۲۷» هم د مصر په پلازمېنه قاهره کي د سوريې د وضعي په اړه د عربي ليګ د بهرنيو چارو د وزيرانو يوه غونډه هم روانه ده.

عربي ليګ د سوريې څخه غوښتي ول، چي د عربي هيوادونو څارونکو ته د سوريې د راتګ اجازه ورکړل شي. دغه تړون د لاسليکولو له پاره سوريې ته د جمعې تر ورځي پوري وخت ورکړل شوی وو. خو د دمشق دولت په دې اړه کوم غبرګون ښکاره نه کړ.

آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل