1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

غني: راشد خان «چا ته نه ورکوو»

۱۳۹۷ خرداد ۵, شنبه

افغان کريکټ لوبغاړی راشد خان په لوبه کې داسې وځلېد چې هنديانو هغه ته د هند د تابعيت ورکولو وړانديز وکړ. خو افغان ولسمشر دغه خبره سمدلاسه رد کړه.

https://p.dw.com/p/2yMSb
Cricket 2017 Hero CPL Rashid Khan
انځور: Getty Images/CPL T20/R. Brooks

۱۹ کلن راشد خان د هند د غوره ليګ په سيالۍ کې سنرايزرس حيدرآباد تر پايلوبې پورې ورساوه. په پايلوبه کې به يې لوبډله اوس له چېنای سوپر کينګس لوبډلې سره د ممبئي په يوه لوبغالي کې مخامخه شي. د هغه پياوړي چلن او ښې لوبې د کريکټ ډېر مينه وال خوښ او متاثره کړل چې له کبله يې په هند کې ډېرو خلکو د ټولنيزو رسنيو د لارې دا هيله او غوښتنه وکړه چې راشد خان ته دې د هند تابعيت ورکړل شي.

Cricket Rashid Khan
راشد خان د ښې توپ اچونې له کبله ډېر وستايل شوانځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/J. Brady

خو دغه وړانديز د افغان ولسمشر، اشرف غني، غبرګون هم راوپاراوه. نوموړي په تويتر کې د هند صدراعظم، نارندرا مودي، ته په اشارې سره او د هغه په ضميمه کولو سره وليکل: 

«موږ افغانان په خپل اتل، راشد خان، باندې وياړو. زه له خپلو هندي ملګرو څخه منندوی هم يم چې زموږ لوبغاړو ته يې د دې زمينه ورکړې ده چې خپلې وړتياوې ښکاره کړي. راشد موږ ته د افغانستان غوره شيان په ياد راولي. هغه د کريکټ د نړۍ له پاره غنيمت دی. موږ هغه چا ته نه ورکوو.»
حيدرآباد تېر کال څه کم شپږ لکه ډالر ولګول څو راشد خان وپېري.

په افغانستان کې هم کريکټ ډېر محبوب دی، خو د دغه سپورټ له پاره په هېواد دننه له لسيزو اوږدو جګړو وروسته کافي آسانتياوې او امکانات نشته. 

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (28.04.2018):