1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلیپین ښايي له امریکا خپله لار بیله کړي

۱۳۹۵ مهر ۳۰, جمعه

د فلیپین ولسمشر له امریکا متحده ایالاتو سره د خپل هیواد اوږدې اړیکې پای ته رسیدلې اعلان کړې دي. خو آن د هغه خپل وزیران هڅه کوي چې فلیپیني ولسمشر له خپل دریځه را وګرځوي.

https://p.dw.com/p/2RVjB
Rodrigo Duterte
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.Marquez

د فلیپین او امریکا متحده ایالاتو د اړیکو راتلونکې اوس په یوه نامعلومه حالت کې دی. د دې هیواد ولسمشر ویلي دي چې دغه اړیکې نورې پای ته رسیدلې دي، خو د فلیپین د سوداګري وزیر بیا ټینګار کړی دی چې له امریکا سره به یې د هیواد اړیکې دوام پیدا کړي.

د فلیپین ولسمشر رودریګو دوتیرتې، د پجشنبې په ورځ په بیجینګ کې د یوې تجارتي غوڼدې پر مهال اعلان وکړ چې هیواد یې خپله لاره له امریکا متحده ایالاتو څخه بیلوي. د هغه تر دغو خبرو لږ مخکې، ولسمشر رودریګو، موافقه وکړه چې له چین سره «د چین د سویلي سمندر» د شخړیزو سیمو پر سر خبرې اترې له سره پیل کړي.

ولسمشر رودریګو چینایي او فلیپیني سوداګرو ته د وینا پر مهال وويل: «له همدې ځایه، ښاغلو له همدې ځایه، زه له امریکا متحده ایالاتو څخه خپل بیلیدل اعلانوم.»

له چین سره د فلیپین نزدې کیدل ښايي له امریکا متحده ایالاتو سره د دې هیواد اړیکې لا ترینګلې کړي. ولسمشر رودریګو له امریکا متحده ایالاتو سره خپلې شخړې پټې نه دي ساتلي او وخت نا وخت یې پر واشنګټن باندې سختې نیوکې کړې دي. هغه آن ولسمشر اوباما ته د مور کنځلې کړي وې.

د فلیپین ولسمشر ولې اوباما ته د مور کنزلې وکړې؟

ولسمشر رودریګو دا هم ویلي دي چې هغه به د امریکا او فلیپینې پوځونو ګډ مانورونه پای ته ورسوي.

له بلې خوا بیا په واشنګټن کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کیبري، ویلي دي چې د فلیپيني ولسمشر خبرې له هغو نزدو اړیکو سره په ټکر کې دي چې امریکا یې له دې هیواد سره لري. هغه زیاته کړې ده چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې یوازې پوځي مانورونو ته نه خلاصه کیږي، بلکه تر دې ډیرې پراخه دي.

له بلې خوا بیا د فلیپین د تجارت وزیر رومان لوپیز، له CNN تلویزیون سره په مرکه کې هڅه کړې ده چې د ولسمشر خبرې یو څه اصلاح کړي.

هغه ویلي دي: «ولسمشر له جدایي خبرې و نه کړي [...] د اقتصاد په برخه کې، موږ له امریکا سره خپل تجارت او پانګونه نه ختموو.»

لوپیز ویلي دي چې ولسمشر هڅه کړې ده له چین او نورو هیوادونو سره خپلې اړیکې پراخه کړي ځکه، د هغه په خبره، دغه هیواد نه غواړي یوازې امریکا پورې ډیر تړلی ووسي.

خو داسې ښکاري چې ولسمشر رودریګو، له امریکا څخه د بیلیدو په برخه کې جدي دی. ځکه هغه په چین کې وویل چې له روسیې سره به هم خبرې اترې پیل کړي: «کیدای شي چې زه روسیې ته ولاړ شم چې له ولسمشر پوتین سره وغږیږم او هغه ته ووایم چې اوس نو یوازې موږ د ټولې نړۍ پر وړاندې دریږو: چین، فلیپین او روسیه.»

هغه روښانه کړه: «بس همدا یوازینئ لار ده.»