1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قاچبرانو له بند څخه د تيښتې پر مهال ۱۵ مهاجر وژل شوي دي

۱۳۹۷ خرداد ۵, شنبه

په ليبيا کې د قاچاقبرانو له يوه بند څخه د مهاجرو د تيښتې پر مهال لږ تر لږه ۱۵ مهاجر په ډزو ويشتل شوي او په لسونو نور ټپيان دي. ژغورل شويو مهاجرو د بې پولې داکترانو سازمان ته ويلي دي چې دوی له درو کلونو راهيسې بنديان ول.

https://p.dw.com/p/2yM9y
Libyen Afrika Migration Kufra
آرشيفانځور: DW

 په ليبيا کې د بې پولې داکترانو سازمان (ام اس ايف) په حواله، له سلو زياتو مهاجرو د می مياشتې په ۲۳مه د ليبيا په شمال لويديځ ښار بني وليد کې د انساني قاچاقبرانو له يوه مخفي محبس څخه د تيښتې هڅه وکړه. ويل شوي چې انساني قاچاقبرانو، د مهاجرو د تيښتې پر مهال پر هغو ډزې کړې دي. د ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او په لسونو نور ټپيان دي.

د بني وليد ښار په عمومي روغتون کې د بې پولې داکترانو سازمان لږ تر لږه له پنځه ويشتو ټپيانو سره د عاجلو مرستو خبره کوي. دوی وايي ډیری وروړل شوي مهاجر هغه دي چې د ګوليو د لږيدو له امله يې ژور ټپونه اخيستي او يا يې هډوکي مات شوي دي.

د انساني قاچاقبرانو په بند کې ساتل شوي مهاجر د افريقايي هيوادونو ښودل شوي چې غوښتل يې ځانونه اروپا ته ورسوي. يو شمير اريتريايي، ايتوپيايي او سوماليايي مهاجرو داکترانو ته ويلي دي چې دوي د څه باندې درو کلونو راهيسې د قاچاقبرانو په بند کې ول. دوی همدا راز ويلي دي چې په دې موده کې قاچاقبرانو څو ځله دوی د بن وليد ښار په نژدې کليو او بازارونو کې د غلام په توګه پلورلي دي.

د (ام اس ایف) په وينا د يو شمير مهاجرو پر بدنونو يې د سوځيدنې او تاوتريخوالو نښې نښانې ليدلي دي.

په وروستيو کلونو کې له افريقايي هيوادونو څخه اروپا ته تلونکي مهاجر تر ډيره ليبيا ته راځي او بيا د دغه هيواد له سواحلو، د مديترانې سمندرګي له لارې ځانونه اروپا ته رسوي. د مهاجرت نړيوالي ادارې په وينا، حاضردمه په ليبيا کې نژدې يو ميليون مهاجر بند پاتې دي.

د بې پولې داکترانو سازمانپه لیبيا کې د مهاجرو پر يرغمل نيولو او په شخصي بنديخانو کې د هغو پر ساتلو نيوکې کوي. (ام اس اف) وايي چې په دې برخه کې د اروپايي اتحاديې سياست هم مرسته کړې ده. اروپايي ټولنه اروپا ته د غيرقانوني مهاجرتنو د مخنيوي او د دغه ډول مهاجرو د توقيفولو په موخه طرابلس سره مرسته کوي.

دغه سازمان ويلي دي چې د وروستۍ پيښې ژغورل شويو کسانو سره د روغتون د کارکونکو علاوه، حکومتي کارکونکي هم په مرستو بوخت دي.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: