1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتقطر

آیا د قطر جام به د ميسي او رونالدو وروستی نړیوال جام وي؟

۱۴۰۱ آبان ۱۲, پنجشنبه

قطر وايي د فوټبال نړيوال جام سیاليو د امنيت له پاره ېې له ۵۰ زرو ډیرو امنيتي کسان روزلي دي. دا به د رونالدو او میسي په څير مطرح لوبغاړو له پاره وروستی نړیوال جام وي چې پکې ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/4J1nw
Katar | Replika des FIFA WM Pokal vor der Skyline von Doha
انځور: Ulmer/IMAGO

د قطر د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه کسان د فيفا یا د فوټبال نړيوال فدراسیون د معیارونو مطابق روزل شوي دي. د دغه وزارت وياند وويل چې نړیوال امنيتي پرسونل به تر ېوې متحدې قطري قوماندې لاندې فعالیت کوي.

د فوټبال په را روان نړیوال جام سیالو کې د کريستيانو رونالد او لیونيل ميسي په څير مشهور څيرو تر څنګ نور نامتو لوبغاړي هم ګډون لري چې هر یو ېې فاینل ته د رسېدلو هيلې لري. په احتمال سره دا به وروستی نړيوال جام وي چې دغه پېژندل شوي لوبغاړي به په کې لوبې کوي.

کریستيانو رونالدو - پرتګال

کریستیانو رونالدو
کریستیانو رونالدوانځور: Estela Silva/dpa/picture alliance

د رونالدو او ميسي نه علاوه، روبرت لواندوفسکي، لوييس سوارز، لوکا مودریچ، دني آلوز، مانويل نویر او توماس مولر هم د قطر په جام کې ګډون لري.

دغه نړیوال شهرت لرونکي لوبغاړي به ممکن د فوټبال له راتلونکې نړېوال جام څخه چې په ۲۰۲۶م کال په شمالي امریکا کې تر سره کيږي، يو ګام شاته وي.

د دوی په ډله کې ۳۷ کلن رونالدو، اوسمهال د ۱۱۷ ګولونو په وهلو د نارينه و د نړيوال فوټبال په تاريخ کې تر ټولو تکړه ګول وهونکی دی او همدارنګه ېې په ۱۹۱ پرتګالي لوبو کې د ګډون ريکارډ لري. رونالدو همدارنګه پنځه ځله د طلايي توپ ګټونکی شوی دی. هغه ته دغه وياړ په مختلفو لوبډلو، له هغې ډلې په ریال مادرید ټيم کې د ګولونو وهلو په خاطر ورکړل شوی دی.

لیونل ميسي - ارجنټاین

 لیونيل ميسي
لیونيل ميسيانځور: Equipe/abaca/picture alliance

ارجنټاينی لوبغاړی، ۳۵ کلن ميسي بيا ۷ ځله طلايي توپ ګټلی دی. خو په ۲۰۲۲م کال کې د هغه نوم د طلايي توپ له پاره د ۳۰ کسانو په شارت لیست کې شامل نه وو. هغه تر ډيره د بارسلونا ټيم له پاره لوبېدلی او اوس د قطر ملاتړ کونکي ټيم، پاری سن ژرمن، سره دی. 

په پورتنيو مطرح لوبغاړو کې ۳۴ کلن روبرت لواندوفسکي له پولند څخه دی. هغه د بایرن مونيخ ټيم په ګډون مختلفو ټيمو سره لوبې کړي. هغه په  ۳۸۴ لوبو کې ۳۱۲ ګولونه وهلي دي.

لوييس سوارز- اوراګوای

لوييس سوارز
لوييس سوارزانځور: AFP/J. Lago

د اورګوای هیواد ۳۵ کلن لوييس سوارز، د ۱۳۴ ګولونو ريګارډ لري. سوارز هغه وخت چې له رونالدو سره رقابت کاوه کله چې دواړو په بارسلونا او ریال مادرید لوبډلو کې لوبې کولې.

لوکا مودریچ – کراوسیا

لوکا مودریچ
لوکا مودریچانځور: Kiko Huesca/Agencia EFE/imago images

لوکا مودریچ د کرواسيا څخه دی. هغه ۳۷ کلن دی. دا په ریال مادرید لوبډله کې د مودریچ لسم سیزن دی چې لوبې کوي. هغه په دغه لسیزه کې د ریال مادرید له پاره ښې لاسته راوړنې درلودلي دي. لوکا مودریچ په ۲۰۱۸م کال کې د طلا توپ هم ګټلی دی.

دني آلوز - برازیل

Fußball Champions League - Paris St Germain vs Bayern München
دني آلوزانځور: Reuters/C. Platiau

۳۹ کلن دني آلوز له برازیل څخه دی. هغه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو په نړيوال جام کې هم لوبېدلی دی. آلوز د تر ټولو تکړه راسته بیک حمله کونکو له ډلې څخه یو دی.

مانويل نویر – آلمان

Fußball Manuel Neuer mit Pflaster FC Bayern München
مانويل نویرانځور: Norbert Schmidt/IMAGO

د فوټبال دغه ۳۶ کلن لوبغاړی آلمانی دی. دی د آلمان د تر ټولو ښه ګول کيپرانو څخه یو دی. د قطر نړيوال جام به د نوير څلورم نړيوال جام وي چې په کې ګډون کوي.
توماس مولر – آلمان

 ۳۳ کلن مولر د ۲۰۱۰ نړیوال جام کې د پنځو ګولونو ريکارډ جوړ کړ. مولر تر هغه وروسته تقریبا تل د جرمني او بایرن مونشن له پاره لوبېدلی دی.

توماس مولر
توماس مولرانځور: Roland Krivec/DeFodi Images/picture alliance

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح. 

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: