1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاوروف د اوکراین د بحران اصلي مسؤل امریکا بولي

۱۴۰۱ دی ۷, چهارشنبه

د روسیې خارجه وزیر، سرګيې لاوروف د امریکا متحده ایالات د اوکرین د بحران محرکه قوه او په عین حال کي تر ټولو ډیر ګټه اخیستونکې بولي.

https://p.dw.com/p/4LTW7
Russland | Sergej Lawrow
انځور: Alexander Zemlianichenko/AP/dpa/picture alliance

لاوروف پرون سه شنبه د روسي خبري آژانس، تاس سره په یوه مرکه کي وویل، چي د امریکا او د هغه د ناټو متحدینو ستراتیژیکي هدف «پر روسیې او اوسني جنګ» کي کامیابي ده، تر څو روسیه ضعیفه او حتی له منځه یوسي. 
هغه همدارنګه ویلي، چي د مسکو دښمنان د دغه هدف د پلاس راوړلو دپاره «هرڅه ته تیار» دي. په خبره یې « ددغي شخړي اصلي ګټونکی د امریکا متحده ایالات دي، د کومه څخه چي هم په اقتصادی او هم نظامي ساحه کي تر ټولو ډیر مفاد اخلي. ددې تر څنګ واشنګټن یو بل جیو- سیاسي هدف هم لري، او هغه داچي د روسیې او اروپا ترمنځ عنعنوي مناسبات خراب کړي.