لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ميرکل د څلورم ځل له پاره د آلمان صدراعمظمه شوه
د آلمان پارلمان مېرمن انگلا ميرکل د څلورم ځل له پاره د صدراعمظۍ د څوکۍ له پاره غوره کړله. د پارلمان ۳۶۴ غړيو د رای اچونې په لومړي پړاو کې د مسيحي ديموکرات گوند د مشري په پلوۍ او ۳۱۵ غړيو د نوموړې په مخالفت کې رای وکارولې. د مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکرات گوندي ائتلاف په پارلمان کې کابو ۳۹۹ څوکۍ لري. دا د آلمان د فدرالي جمهوريت په تاريخ کي لومړی ځل دی چي د حکومت جوړولو پروسه دومره زياته اوږده شوه.
فراه او هلمند کې د طالبانو بريدونو ۲۵ تنه وژلي
افغان چارواکو ويلي چي په فراه او هلمند کي د وسله والو طالبانو په دوو بريدونو کي ۲۵ کسان وژل شوي دي. ويل شوي چې د سه شنبې په ماښام د دغه ولايت مرکز ته نژدې پر يوه قرارگاه باندي د وسله والو طالبانو په بريد کي ۸ يا ۹ عسکر او پوليس او ۱۵ طالبان وژل شوي دي. د هلمند ولايت وياند عمر ځواک هم ويلي دي چي د دغه ولايت په ناد علي ولسوالۍ کي له يوې امنيتي پوستې سره د موټر بم په چاودنه کي دوه نارينه وژل شوي دي.
آلمان: د يوې ۱۷ کلنې نجلۍ د قتل په تور يو افغان پناغوښتونکی نيول شوی
د آلمان په فلينسبورگ ښار کې د يوې ۱۷ کلنې نجلۍ د وژنې په قضيه کې پر يوه افغان مهاجر شک کيږي. څارنوالې اولريکه شتالمن ليبلت د چهار شنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وويل: «دغه ۱۸ کلن پنا غوښتونکی له ۲۰۱۵م کال راهيسې په آلمان کې ژوند کوي.» دې زياته کړه چې د هغه د پنا غوښتنه رد شوی ده خو دا وروستۍ پريکړه نه ده او دا قضيه لا دوام لري. دا تن اوس د قتل په شک په تحقيقي بند کې دی.
ترکي ځواکونو په عفرين کې ملکيان او د سوریې د حکومت ملاتړي جنگيالي وژلي
د رسنيو په حواله د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځ د بريدونو په نتیجه کې يو شمير ملکيان او حکومتي پلوه جنگيالي وژل شوي دي. د سنا په نامه دولتي خبري آژانس د خبر له مخي، د عفرين په بدينه سيمه کې د «ترکیې د تيري» په ترڅ کې لږ تر لږه ۹ ملکيان وژل شوي. د سوریې پوځ هم ويلي دي چې ترکي ځواکونو د چهار شنبې په ورځ سهار د عفرين په سويل کې د پوځ د کنترول پر يوه پوسته برید کړی او ۸ عسکر یې وژلي دي.
مشهور فزيک پوه شتیفن هاکينگ ومړ
مشهور بريتانوی فزيک پوه ستيفن هاکينگ په ۷۶ کلنۍ کي ومړ. دا خبر د نوموړي د کورنۍ له خوا ورکړل شوی دی. دغه نړيوال شهرت لرونکي ساينس پوه له کلونو راهيسې په يوه عصبي ناروغۍ اخته وو. هاکينگ څو کاله په کامبرج پوهنتون کې تدريس کړی. خو هغه ډير شهرت په ۱۹۸۸م کال کې د «وخت لنډ تاريخ» په نامه کتاب تر خپريدو وروسته ترلاسه کړ. په دې کتاب کې نوموړي عامو خلکو ته د کايناتو د طبيعت په اړه معلومات ورکړي دي.
«د ژويو او بوټو هر دويم ډول د له منځه تللو له گواښ سره مخامخ دی»
د چاپيريال ساتنې د سازمان «WWF» او د بريتانيا د يوه پوهنتون د نويو څيړنو پر اساس د ټولې نړۍ د مهمو طبيعي سيمو د ټولو ژويو او بوټو کابو نيمایي ډولونه یې ښايي د اقليم د بدلون قرباني شي. په څيړنه کې زياته شوې ده چې که چیري د انسانانو له لاسه رامنځته شوي د گلخانه اي گازونو افرازات همداسې روان وي، نو تر ۲۰۸۰ م کاله پورې به د نړۍ په بيلا بیلو برخو کې د ژويو او بوټو هر دويم ډول له منځه ولاړ شي.
اردوغان: په عراق کې به هم د کردانو پر ضد عمليات وکړو
د ترکېې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي دي چې ډير ژر به په عراق کې هم د کردي مليشو پر ضد عمليات پيل کړي. نوموړي د چهار شنبې په ورځ په انقره کې وويل چې د «عراق په شمال کې د ترهگرو ځالې» یې ارزولي دي او «ډير ژر به هلته پر پرتو ترهگرو گوزار وکړو.» د بهرنيو چارو وزیر ميلوت چاوش اوغلو تيره اوونۍ ويلي ول چې ترکيه او د عراق مرکزي حکومت کولای شي په شريکه په عراق کې پر ضد پوځي عمليات پيل کړي.