لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پاکستان: راو انوار نيول شوی او محکمې ته وړاندې شوی
د کراچۍ د پوليسو يو پخوانی افسر راو انوار چې د يوه وزیرستاني ځوان نقيب الله محسود په وژنه تورن وو، نيول شوی او محکمې ته وړاندي کړل شوی دی. د راو انوار دنده د جنورۍ میاشتې پر ۲۰ نيټه تر هغه وروسته وځنډول شوه چې له پوليسو سره په نښته کې څلور تنه ووژل شول. د پوليسو د مشر راو انوار په خبره وژل شوی نقيب الله محسود د يوې ترهگرې ډلې غړی وو خو وروسته پلټنو ثابته کړه چې محسود په یوه جعلي مقابله کې وژل شوی.
کابل: ځانمرگي برید درنه مرگ ژوبله اړولې
د چارواکو په حواله په کابل کې د نوي کال په لومړۍ ورځ په ځانمرگي بريد کې ۲۵ کسان وژل شوي دي. د نورو ۱۸ کسانو د ټپي کيدو خبر هم ورکړل شوی دی. د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستیال نصرت رحيمي په حواله بريد د کابل په کارته سخي سيمه کې د سخي زيارت ته څيرمه شوی دی. په دغه ځای کې هر کال د نوي کال ستره ميله لمانځل کيږي.
ترکيې ته د عراق خبرداری
عراق ترکیې ته د دوی خاوره ته د عسکرو له داخلولو څخه اخطار ورکړی. د عراق د بهرنيو چارو وزیر ابراهيم الجعفري د ترکیې د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال احمد يلديز سره د ملاقات پر وخت وويل چې دوی د ترکي ځواکونو له خوا د عراق پر سرحدونو سرغړونه په کلکه ردوي. د ترکیې جنگي جټ الوتکو د عراق په شمال کې د گردانو د منع کړل شوي گوند پي کې کې پر سنگرونو د هوايي بريدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۲ جنگيالي وژلي دي.
امريکا: د اوستون بمي بريد کونکی وژل شوی دی
امريکا متحدو ایالاتو ويلي دي چي په اوستن کې احتمالي بم ايښونکی وژل شوی دی. د پوليسو په حواله نوموړي د پوليسو له خوا تر نيول کيدو د مخه خپل موټر ته چاودنه ورکړه. د مارچ مياشتې له پيل راهيسې په اوستن ښار او شا او خوا سيمو کې د بمي چاودنو د مرموزې لړۍ له وجې خلک او پوليس انديښمن ول. په دغو بمونو کې چې په پاکټونو کې ځای پر ځای کيدل، دوه کسان وژل شوي او ډېر نور ټپيان شوي ول.
د نايجيريا د داپچي سيمې تښتول شوې نجونو آزادې شوي دي
افراطي ډلي بوکو حرام د نايجيريا د شمال د داپچي د يوه ښوونځي ۷۶ تښتول شوې زده کوونکې آزادې کړي دي. دا خبر د رسمي مقاماتو له خوا ورکړل شوی دی. د يوې تښتول شوې نجلۍ پلار ويلي دي چې دغه شاگردانې د بوکوحرام ډلي جنگيالو داپچي ته را رسول شوي دي. د روان کال د فيبرورۍ میاشتې په پای کې د يوب ایالت د يادي سيمي پر يو ښوونځی يرغل وشو چي پکښې بوکو حرام ډلې۱۱۰ زده کوونکې له ځان سره بيولې وې.
ميرکل: اسلام د آلمان برخه گرڅيدلی
د آلمان صدراعظمې انگيلا ميرکل د حکومتي توضيحاتو په متن کې ويلي دي چې اسلام په آلمان پورې اړه لري. هغې زياته کړې ده چي ډيری به له دې سره ستونزې لري او دا د هغوي حق دی. خو د آلمان حکومت په هيواد کې د يووالي د پياوړي کولو مسئوليت لري او نه دا چې دې ته زيان ورسوي. ميرکل همدا راز ټينگار وکړ چې آلمان به نورو مهاجرو ته هم پنا ورکړي. ميرکل د سوریې په ختیځ غوطه کې پر بمباريو هم سختې نيوکې وکړې.
م.م: په ميليونو انسانان د کړکيچونو له کبله له لوږې کړيږي
په نړۍ کې اوسمهال کابو ۱۲۴ ميليونه انسانان يا خو له لوږې کړيږي او يا ورته له لوږې سره د مخامخ کيدو گواښ متوجې دی. دا خبره د ملگرو ملتونو د خوراک او زراعت ادارې له خوا شوې ده. ويل شوي دې چې په دې شمير کې ډېرښت د شخړو د زياتيدو، د مثال په توگه د ميانمار او يا يمن د کړکيچونو له کبله راغلی دی. يوازې په نايجيريا، سوماليا، جنوبي سوډان او يمن کې ۳۲ ميليونه انسانان د خوراکي توکو مرستې ته اړتيا لري.