لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په نايجيريا کې قتل عام
د نايجيريا د مرکزي سيمې پر شپږو کليو د وسله والو کوچيانو د بريدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۸۶ تنه وژل شوي دي. پر دې سربيره شپږ تنه ټپيان شوي او کابو ۵۰ کورونو ته اور اچول شوی دی. ويل شوي چې جسدونه د پلاتيو ايالت د باريکين لادي په سيمه کې موندل شوي چيرته چې څو ورځې تر مخه خونړي اخ و ډبونه رامنځته شوي ول. په دغه سيمه کې تل د مسلمانو کوچنيانو او عيسوي مذهبه بزگرانو ترمنځ ترنگلتياوې ليدل کيږي.
ميتس په افغانستان کې د مثبتو بدلونو خبره کړې
د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، ویلي دي چې د افغانستان د سولې په تړاو اوس مثبتې نخښي تر سترگو کیږي..متیس د اوربند پر مهال د طالب جنگیالیو،امنیتي ځواکونو او ملکي وگړو له لوري په گډه د اختر لمانځلو ته په اشارې سره وویل: «دا روښانه ده چې غني په دې کار سره غبرگونونه راپارولی دي. ده وويل «دا غبرگونونه نه یوازې د افغان حکومت له اړخه، بلکي طالبان یې هم په ژوره توګه اغیزمن کړي دي.»
د اردوغان پر بيا ټاکل کيدو غبرگونونه
روسیې د ترکیې بيا ټاکل شوي ولسمشر رجب طيب اردوغان، ته د همکارۍ د دوام وړانديز کړی دی. د روسیې ولسمشر ولاديمير پوټين، اردوغان ته ليکلي چې د ټاکنو پايلې د «لويي سياسي واکمنۍ» ښکارندوي کوي. د هنگري لومړي وزیر ويکتور اوربان، تر دې دمخه د اروپايي ټولنې لومړی صدراعظم وو چې اردوغان ته یې مبارکي ورکړه. د ټاکنو کميسيون په حواله اردوغان د ټاکنو دا لومړی پړاو د کابو ۵۲ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره گټلی دی.
فرانسه: پر مسلمانانو د بريد احتمالي پلان شند شوی دی
په فرانسه کې لس شکمن کسان نيول شوي دي چې ښي اړخه افراطي ډلو سره یې نزدې اړيکې درلودلې او ښايي پر مسلمانانو یې د بريد پلان درلود. د کورنيو چارو وزیر گيرار کولومب، د فرانسې د کورني استخباراتو څخه چې د ترهگرۍ ضد مبارزه کې ونډه اخلي له دې امله مننه وکړه. ويل شوي دي چې دغه کسان د شنبې په ورځ د فرانسې له بيلا بيلو سيمو او د فرانسې د مديترانې په کورسيکا ټاپو کې نيول شوي دي.
د اېتاليا د کورنيو چارو وزير ليبيا ته رسيدلی
د ايټاليا د کورنيو چارو وزير سلويو سالويني، ليبيا ته تللی. سالويني په طرابلس کې له خپل سيال عبد السلام عاشور، سره تر ملاقات وروسته وويل چې ايټاليا «مديترانه کې په شريکه د امنيت د تضمين» په موخه غواړي له دغه هيواد سره تخنيکي او اقتصادي مرستې وکړي. تر دې د مخه د ايټاليا د ښي اړخه ليگ دغه مشر له مرستندويه ټولنو څخه غوښتنه وکړه چې د پناه غوښتونکو د ژغورني چارې د ليبيا ساحلي چارواکو ته پريږدي.
د اروپا پارلمان مشر د مديترانې لاري د تړولو غوښتنه وکړه
د اروپا پارلمان مشر انتونيو تاياني، له اروپايي ټولنې غوښتنه کړې چې د مديترانې سمندرگي له لارې د غير قانوني مهاجرت د مخ نيوي په موخه دې زياته مالي مرسته وکړي. د «ويلت» آلمانۍ ورځپاڼې په يوه مضمون کې د ايټاليا دغه سياستوال ويلي دي چې له ترکیې سره د تړون په څير، اروپايي ټولنه د مديترانې سمندرگي له لارې د تړولو په موخه لږ تر لږه شپږ ميليارده يورو بايد مصرف کړي.