1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له المانه د افغان مهاجرو د اخراج لسم پرواز پلان سوی»

۱۳۹۶ بهمن ۲۳, دوشنبه

د مهاجرو دوو سازمانونو ويلي چي ښايي د فبرورۍ مياشتي په ۲۰مه نېټه يو شمېر افغان مهاجر کابل ته اخراج سي. دا به د افغان مهاجرو د اخراج لسم پرواز وي.

https://p.dw.com/p/2sXAl
Deutschland Abschiebung von Flüchtlingen in München
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

په آلمان کي د مهاجرو د ملاتړ دوو سازمانونو ويلي دي چي اټکل کوي د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه به يوه ډله رد شوي افغان مهاجر کابل ته اخراج سي. د ياد سازمان فعالينو چي ترمخه يې هم د ورته پروازونو په تړاو معلومات ورکړي دي، په دې تړاو يې معلومات هميشه درست ثابت سوي دي.

خو دا نه ده څرګنده چي د افغان مهاجرو د اخراج په مقصد تر سره کېدونکې دغه احتمالي الوتنه به د آلمان له کوم هوايي ډګر څخه وسي. دا هم نه ده څرګنده چي په ټوليزه توګه به څومره شمېر افغان مهاجر اخراج کړل سي.

په افغانستان کي يو چارواکي چي د ورتلونکو مهاجرو د ادغام له کارونو سره تړاو لري د دې پخلی کړی دی چي کابل ته د فبرورۍ مياشتي په ۲۱مه نېټه سهار وختي له آلمان څخه اخراج سوي مهاجرو په یوه الوتکه کې ورسیږي.

د آلمان حکومت د افغان مهاجرو د ياد اخراج په تړاو تر اوسه هيڅ کومه تبصره نه ده کړې. که د افغان مهاجرو دغه اخراج عملي سي نو دا به د ۲۰۱۶ کال د دسمبر مياشتي راهيسي له آلمان څخه کابل ته د افغان مهاجرو د اخراج لسم پرواز وي. آلمان، کابل ته د اخراج په لومړيو ۹ پروازونو کي ۱۷۴ رد سوي افغان مهاجر ايستلي ول.

خو افغانستان ته د مهاجرو اخراج په آلمان کي دننه يوه لانجمه موضوع ده ولي چي په دغه هيواد کي د وسله والو طالبانو او داعش سره جګړه لا توده سوې ده. دا د هغه وروسته چي د ۲۰۱۴ کال په دسمبر مياشت کي په افغانستان کي د ناټو جنګي ماموريت پای ته رسېدلی اعلان سو.

يوازي په ۲۰۱۷ کال په کابل کي تر ۲۰ څخه زيات خونړي بريدونه تر سره سول چي پکښي تقريبا ۵۰۰ انسانان ووژل سول. د روان ۲۰۱۸ کال په جنورۍ مياشته کي هم طالبانو او داعش په کابل کي بريدونه وکړل چي پکښي تقريبا ۱۵۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړل. په دغو قربانيانو کي يوه آلمانۍ مرستندويه هم شامله وه.

زموږ له آرشیف څخه: