۱۳۹۴ مهر ۱۴, سهشنبهد کندز پر ښار باندې د دولت د بیرته واکمنۍ له ټگنیدو سره سره وضعیت کړکچین پاتې دی. د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون باندې د هوايي بمبارۍ څخه وروسته چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول، نوموړی سازمان خپل خدمات په کندز کې درولې دي. ولس بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. په بهر کې افغان مهاجر د خپل هیواد د راتلونکې په هکله سخته اندییښنه لري، بیا په خاصه توگه د کندز له پیښې څخه وروسته.