1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه د مهاجرو د اخراج په هکله مهم معلومات

۱۳۹۶ شهریور ۳۰, پنجشنبه

څوک له آلمان څخه د مهاجرو د اخراج پریکړه کوي؟ د اخراج تر پریکړې وروسته هم ولی یو شمیر مهاجر بیرته نه استول کیږي؟ په آلمان کې د اخراج د پیچلي قانون په هکله مهم معلومات په دې مضمون کې لوستلی شئ.

https://p.dw.com/p/2kUB4
Deutschland Protest gegen Sammelabschiebung nach Afghanistan in Düsseldorf
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د مهاجرو د اخراجولو پریکړه څوک کوي؟

په آلمان کې مهاجرو ته د پنا ورکونې یا نه ورکونې (د منل کیدو یا در) پریکړه د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره (BAMF) کوي، خو د دوی د اخراخ په اړه د پریکړو په برخه کې نوموړی اداره هیڅ ډول داخالت نه لري. د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره زیات نه زیات یو مهاجر په اخراخ سره ګواښلی شي، خو د یوه مهاجر د اخراج په هکله پریکړه او تصميم د مرکزي حکومت له خوا نه، بلکې په ایالتي کچه نیول کیږي.

د خارجیانو دفتر (Ausländeramt) یوازې هغو کسانو ته د هیواد پریښودلو امر کوي چې د پنا غوښتنه یې رد شوي وي. که څه هم د پناهندګۍ ردیدل هم یو مهم دلیل دی، خو د قانوني اقامې درلودونکو او د مهاجر په توګه منل شوي کسان هم په یوه دروند جرم کې د ښکیل والي له امله اخراج کیدلای شي.

په داسې مواردو کې د بهرنیانو په چارو کې سیمه ییز دفتر له (BAMF) سره په ګډه تصمیم نیسي چې د دغه شخص اخراج د هیواد په ګټه او که زیان دی. د آلمان د ۱۶ ایالتونو چارواکي د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې له خوا د یوه مهاجر اصلي هیواد د «محفوظ هیواد» ګڼل کیدو په صورت کې د هغه د اخراجولو پریکړه کولی شي.

په  ۲۰۱۶ م کال کې له آلمان څخه د اخراج ګراف
په ۲۰۱۶ م کال کې له آلمان څخه د اخراج ګراف

آیا ټول د یو نوعیت اخراجونه دي؟

اخراجول دوه قانوني ډولونه لري چې یو یې Ausweisung یعنې بیرته ستنول او بل یې Abschiebung یا شړل دي. په آلمان کې د اقامې قانوني اجازې نه درلودلو په صورت کې چارواکي داسې یو کس ته د هیواد پریښودلو حکم کوي، خو دا چې هغه څنګه له آلمان څخه وزي، دا پریکړه هغه پخپله هم کولی شي. خو هغه کسان اخراج Abschiebung کیږي د کوم په هکله چې فکر کیږي د آلمان پریښودلو پر لارښونې عمل نه کوي.

 رد شوي کسان د مرافعه طلبئ حق لري؟

هو! د بیلګې په توګه هغه کسان چې د پنا غوښتنه یې رد شوې وي کولی شي د (BAMF) د پریکړې پر ضد په اداري یا ملکي محکمو کې د مرافعه طلبۍ غوښتنه وکړي. خو داسې کسان چې د «دقیقو دلیلونو» پر بنسټ یې د پنا غوښتنه رد شوي وي باید ډیر ژر یعنې په یوه اونۍ کې دننه د دې پریکړې پر ضد دعوی وکړي.

سربیره پر دې د خارجیانو دفتر د مسئولینو د پریکړې پر ضد هم په ملکي محکمو د مرافعی غوښتنه کولی شي.

۲۰۱۷ م کال به د اخراج کال وي

ځنې وختونه مهاجر په آلمان کې د اقامې اجازه نه لري، خو د هغه د خراب روغتیایې وضعیت او په پلارني هیواد کې د امنیت د خرابوالي له امله ورته د «دولدونګ» یا زغمل کیدو موقتي اجازتنامه ورکول کیږي. خو کله چې هغه علت یا عذر ختم شي، د کوم له امله جې د نوموړي پناغوښتونکي اخراج ځنډول شوی دی دغه حکم بیرته عملي کیږي.

هغه کسان چې په آلمان کې د قانوني اقامې اجازه نه ترلاسه کوي په هغو کې نږدې یو پر دریمه برخه یې اخراجیږي. په ځنو مواردو کې داسې هم کیږي چې د مهاجر په توګه په آلمان کې د اقامې اجازې ترلاسه کولو وروسته هم دوی ته ویل کیږي چې له آلمان څخه باید ووزي. د بیلګې په توګه په ۱۹۹۰ لسیزه کې د بلکان له هیوادونو څخه راغلو مهاجرو ته، کله چې د دوی په هیوادونو کې وضعیت ښه شوو وویل شو چې بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

Infografik Deportations from Germany have risen sorted by German federal states ENG

د هیواد پریښودلو تر حکم وروسته څه کیږي؟

په ابتدایې ډول کله چې یو چا ته د هیواد د پریښودو ویل کیږي چارواکي هیله کوي چې نوموړی شخص به په خپله خوښه له آلمان څخه ووزي. د آلمان د حکومت په حواله په ۲۰۱۶ م کال کې ۵۰۰۰۰ کسان په داوطلبانه شکل یا خپله خوښه له آلمان څخه وتلي ول. په داوطلبانه شکل د بیرته ستنیدنې لړۍ ته د پرمختګ ورکونې په موخه بیرته ستنیدونکو مهاجرو ته تر ۷۵۰ ایرو پورې پيسې هم ورکول کیږي.

جبري اخراج څنګه او کله کیږي؟

د خارجیانو د دفتر له خوا د اخراج پریکړه د سیمه ییزو پولیسو له خوا عملي کیږي. په عادي توګه اخراجیدونکي کس ته مخکې له مخکې ویل کیږي چې هغه کله او له کوم ځای څخه وړل کیږي. که څوک ځان پټ کړي، بیا دا ډول کسان تر لټولو وروسته نیول کیږي او بیرته یې خپل هیواد ته استوي.

سیمه ییز پولیس نوموړی شخص تر هوایې ډګر پورې رسوي او وروسته بیا فدرالي پولیسو ته سپارل کیږي چې هغوي یې بیا په الوتکې کې کښینوي.

ځنی وختونه دمهاجرو د ډله ییز لیږد له پاره د چارتر الوتکو بندوست هم کیږي، خو په عام ډول په ملکي الوتکو کې هم دغه اخراج شوي کسان لیږل کیږي. د اړتیا په صورت کې فدرالي پولیس هم په الوتکه کې سپاریږي او تر پلرني هیواد پورې پناغوښتونکی بدرقه کوي.

آلماني چارواکي د اقتصادي او اداري دلایلو له امله د مهاجرو ډله ییز اخراج بهتره بولي، خو دا ډول اخراج د ملکي خلکو له غبرګون سره هم مخامخ کیږي. د آلمان حکومت په پام کې لري چې د رد شویو مهاجرو د اخراج موضوع د مرکزي حکومت ادارې ته وسپارل شي، خو تر اوسه پورې دا کار د ایالتونو په کچه ترسره کیږي. 

زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: