له آلمانه د نورو افغان مهاجرو د اخراج پلان
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۸, جمعهپه آلمان کي د مهاجرو د ملاتړ سازمانونو او د افغانستان حکومتي منابعو تائيد کړې ده چي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸ کال د می ۲۲مه) له آلمان څخه د نورو افغان مهاجرو د اخراج پلان سته.
د آلمان خبري آژانس ليکلي دي چي، پتېيل سوې ده چي د سه شنبې په ورځ ماښام به د آلمان له فرانکفورت هوايي ډګر څخه يوه الوتکه د کابل پر لور والوزي. خبري آژانس د دغو معلوماتو منبع د آلمان په بايرن ايالت کي د مهاجرو د ملاتړ د شورا يوه همکاره ياده کړې ده.
په کابل کي هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت يوه کارکوونکي تائيد کړې ده چي تمه کيږي چي د چهار شنبې په ورځ سهار به له آلمان څخه کابل ته يوه الوتکه ورسيږي چي رد سوي مهاجر به پکښې وي. خو د شمېر په اړه يې څه ويل سوي نه دي.
افغانستان ته د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ د ۲۰۱۶م کال په دسمبر کي پيل او تر اوسه پوري په ټوليزه توګه د هوا له لاري ۲۲۰ نارينه افغان مهاجر افغانستان ته اخراج سوي دي.
افغانستان ته د مهاجر اخراج په آلمان کي يوه شخړيزه موضوع ده. په داسي حال کي چي د آلمان حکومت ټينگار کوي چي ټول افغانستان ناامنه نه دی، د مهاجرو د ملاتړ سازمانونه بيا وايي چي افغانستان ناامنه دی او ورته د مهاجرو لېږدول غيرمسؤلانه کار دی.