1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه پخپله خوښه تلونکي مهاجر، څه ترلاسه کوي؟

۱۳۹۶ دی ۶, چهارشنبه

د آلمان حکومت د مختلفو همکارو سازمانونو په مرسته داسې پرورګرامونه جوړ کړي، تر څو په خپله خوښه تلونکي مهاجر ترې ګټه واخلي. له کوم مهاجر سره څومره مرسته کيږي؟

https://p.dw.com/p/2pzj7
Kassel-Airport  Freiwillige Ausreise von Asylbewerbern
انځور: picture-alliance/dpa/U. Zucchi

په آلماني ادارو کې کاغذي او رسمي کارونه ډیر وخت نیسي. د تیرو دوو یا دریو کلونو په ترڅ کې آلمان ته د راغلو پناه غوښتونکو اداري کارونه، د سیاسي پناه غوښتنې په تړاو پریکړې، د آسانتیاوو ورکړه او په نورو برخو کې ډیر کله ځنډ راځي. په همدې ترڅ کې ډیر پناه غوښتونکي بیا غواړي چې خپلو هیوادونو ته وګرځي خو د بیرته تګ په لارو چارو نه پوهیږي. سربیره پر دې دوی په دې هکله ښو مشورو ته اړتیا لري ترڅو دوی د آلمان د پریښودو او نه پریښودو له پاره وروستۍ پریکړه وکړي.

په خپله خوښه هیواد ته د تلونکو کسانو له پاره د آلمان حکومت ډير پروګرامونه پیل کړي. د دې کار له پاره یوه ویبپاڼه هم پر لیکه شوي او مهاجر کولی شي چې ترې ګټور معلومات ترلاسه کړي. مهاجر کولی شي چې دغه ویبپاڼې ته ورشي او مشورې او معلومات تر لاسه کړي www.returningfromgermany.de

په دې ویبپاڼه کې په مختلفو ژبو باندې معلومات پر لیکه شوي. سربیره پر دې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني د ادارې یا BAMF پر ویبپاڼه هم ځینې مهم معلومات او دې ته د ورتو پروګرامونو په هکله معلومات شته. په دې ویبپاڼه کې مهاجر کولی شي چې که چیري وغواړي چې خپل هیواد ته وګرځي، مشورې او مهم معلومات ترلاسه کړي. دوی کولی شي ان د مالي مرستو او مشورو د پروګرامونو په هکله هم معلومات ترلاسه کړي.

REAG/GARP

دا هم د آلمان د حکومت د هغو پروګرامونو له ډلې څخه دي چې اساس یې په ترتیب سره په ۱۹۷۹م او۱۹۸۹م کال کې ایښودل شوی او بیا وروسته په ۲۰۰۰م کال کې دواړه سره مدغم شول. د دې پروګرام له لارې په آلمان کې میشت هغه مهاجر چې غواړي بیرته خپلو هیوادونو ته ولاړ شي، دوی کولای شي چې د تګ ټکټونه او په ځینو ځانګړو حالاتو کې نغدې پیسې هم ترلاسه کړي. خو دلته مهمه موضوع دا ده چې نغدې پیسې یوازي هغو پناه غوښتونکو ته ورکول کیږي چې له یو داسې هیواد څخه آلمان ته راغلی وي چې پکې عملا جنګ روان وي. تر اوسه پورې نږدې نیم میلیون کسانو له دې پروګرام څخه ګټه اخيستې ده او خپلو پلرني هیوادونو ته بیرته ګرځیدلي دي.

StarthilfePlus

په اروپا کې د مهاجرت له کړکیچ سره د مبارزې له پاره دغه پروګرام په آلمان کې د روان کال په پیل کې معرفي کړل شو. د دې پروګرام هدف د هغو مهاجرو هڅول دي چې غواړي پخپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي. تر اوسه پورې د ۴۵ بیلابیلو هیوادونو مهاجرین او پناه غوښتونکي کولای شي چې له دې پرګرام څخه ګټه واخلي. د دې پروګرام په مختلفو پړاونو کې مهاجرو ته نغدې پیسې ورکول کیږي.

د دې پروګرام لومړۍ پړاو: هغه څوک چې د سیاسي پناه غوښتنې د لړۍ د بشپړیدو مخکې وغواړي چې بیرته خپل هیواد ته وګرځي، هغوی ته ۱۲۰۰ یورو ورکول کیږي.

دوهم پړاو: هغوی چې د پناه غوښتنه یې رد شوې او بیا له دې وروسته پریکړه وکړي چې خپل هیواد ته پخپله خوښه ستانه شي، هغوی ته په دې صورت کې یوځل ۸۰۰ یورو ورکول کیږي.

دریم پړاو: که چیرته یو پناه غوښتنونکي په قانوني توګه په آلمان کې د اوسیدو اجازه ترلاسه کړي او بیا له دې وروسته هغه وغواړي چې بیرته خپل هیواد ته په خپله خوښه وګرځي نو په دې صورت کې نوموړي کس ته ۸۰۰ یورو ورکول کیږي. دغه پړاو یوازې د ۴۵ هیوادونو له پاره نه، بلکي د ټولو هیوادونو له پاره د عملي کیدو وړ دی.

څلورم پړاو: هغه مهاجر چې د ۲۰۱۷م کال د فبروري له لومړۍ نیټې او د ۲۰۱۷م کال د اګست میاشتې په ترڅ کې یې په آلمان کې د پناه غوښتنې له پاره نوم لیکنه شوې وي، او د پناه غوښتنه یې رد شوي وي، غواړي پخپله خوښه خپل هیواد ته ستون شي،۸۰۰ یورو ترلاسه کوي.

dpa,ur(K.H/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: