1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیې د احتمالي وتلو د مخنيوي هڅې

۱۳۹۴ بهمن ۲۹, پنجشنبه

د اروپایي اتحادیې د دولتونو او حکومتونو مشران غواړي په پوره قوت سره له دغې اتحادیې څخه د بریتانیې د احتمالي وتلو مخه ونیسي. دیپلوماتو خوشبیني څرگنده کړې ده چې د اروپایي اتحادیې په سرمشریزه کې به یو جوړ جاړی رامنځ ته شي.

https://p.dw.com/p/1HxDF
انځور: Reuters/Y. Herman

د اروپايي اتحادیې د دولتونو او حکومتونو مشران پر دې باندې حساب کوي، چې له بریتانیې سره به د اصلاحاتو پر بستې باندې په بروکسل کې د د اروپایي اتحادیې په سرمشریزه کې یو توافق رامنځ ته شي.

د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د خپل هیواد پارلمان یا بوندستاگ، ته د دې ډاډ ورکړی دی چې هیواد به یې په دې کې ونډه واخلي چې د ټولو اړخونو له پاره د خوښې وړ یوه پایله رامنځ ته شي. د فرانسې صدراعظم مانویل والس، هم ورته څرگندونې کړي دي. د ایټالیې د حکومت مشر متیو رینڅي، ویلي دي چې ټول هغه څه باید تر سره شي، چې بریتانیا په اروپایي اتحادیه کې پاتې شي.

د اروپایي ټولنې د شورا مشر دونلد توسک، د دغې اتحادیې د یووالي له پاره د پریکړنده شیبې، خبره کړې ده او خبرداری یې ورکړی دی چې له بریتانیې سره د یوه جوړجاړي د رامنځ ته کیدو له پاره کوم «تضمین» نه شته.

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کمرون (کیڼ اړخ ته) د اروپایي اتحادیې د شورا له مشر دونلد توسک سره
د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کمرون (کیڼ اړخ ته) د اروپایي اتحادیې د شورا له مشر دونلد توسک سرهانځور: Getty Images/AFP/E. Vidal

په بریتانیا کې ټولپوښتنه یا ریفرنډم

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کمرون د اروپایي اتحادیې د مخالفینو او آن د خپل محافظه پاله گوند په لیکو کې هم له فشار سره مخامخ دی چې له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیې د وتلو غوښتنه کوي. کمرون د دې موضوع په هکله د یوه ریفرنډم یا ټولپوښتنې د تر سره کولو ډاډ ورکړی دی. د ټولپوښتنې د تر سره کیدو د مخه د اصلاحاتو د یوې بستې په ملاتړ هغه غواړي چې په اروپایي اتحادیه کې د بریتانیې د پاتې کیدو له پاره کمپاین وکړي.

په ځانگړې توگه د بریتانیې له لوري دا غوښتنه شخړه ایزه ده، چې دغه هیواد ته کډه شوي اروپایي وگړي د اجتماعي خدماتو د تر لاسه کولو له پاره تر څلورو کلونو انتظار وباسي. د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو په پریکړو کې د بریتانیې له خوا د پیاړو خبرو کولو د حق لرلو د غوښتنې پر ضد هم مقاومت شته.

د سرمشریزي د مشر په توگه توسک غواړي چې «د بریتانیې د موضوع» په هکله د پنجشنبې په ماښام سلا مشورې وشي. دپلوماتان داسې اټکل کوي چې ښایي مذاکرات د شپې تر ناوخته دوام پیدا کړي او احتمالا بلې ورځې ته وغځیږي.