1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د آلمان د مرستو موافقه

خلیل الرحمن امید/ کابل۱۳۹۳ آبان ۲۷, سه‌شنبه

د آلمان د پراختیایي چارو وزیر افغانستان ته د خپل سفر پر مهال، د افغانستان د مالیې له سرپرست وزیر سره د مرستو یوه موافقه لاسلیک کړه. تر دې دمخه میولر له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره لیدنه کتنه وکړه. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/1DpI1
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د پراخیتایي چارو وزیر گېرد میولر د سه شنبې په ورځ افغانستان ته سفر وکړ. هغه د خپل دغه سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره ولیدل. پر دې سربیره میولر د افغانستان د مالیې له سرپرست وزیر سره د ۲۴۵ میلیونو یورو د مرستو یو توافق لاسلیک کړ. ښاغلي میولر وویل چې له ولسمشر محمد اشرف غني‌او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره یې د نشه یې توکو او اداری فساد پر ضد د مبارزې پر موضوعاتو‌خبرې اترې کړې دي.

د نارینه او ښځو له پاره مسلکي کاري مشغولتیا په افغانستان کې د آلمان د پراختيايي سیاست په زړه کې ځای لري. افغانستان د نړۍ د هغو هیوادونو په سر کې ځای لري چې آلمان ور سره په پراختیایي چارو کې مرسته کوي. میولر په خپلو څرگندونو کې وویل چې آلمان غواړي افغانستان بالاخره په خپلو پښو ودریږي: «موږ د پانگونې له پاره د ښو شرایطو د برابرلو په هکله خبری وکړې. مسلکی زده کړه او پر بنسټيزو تأسیساتو پانگونه د آلمان د مرستو په محراق کې ځای لري. دغه راز موږ په غیر مرکزي اداري تشکیلاتو کې هم له افغان حکومت سره مرسته کوو، ځکه ثبات د حکومتوالۍ د غیر مرکزي اداري تشکیلاتو د جوړلو له لارې هم ممکن دی.»

آلمان د توکیو په کنفرانس کې ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره به ۴،۲ میلیارده ډالره مرسته کوي ‌خو تر اوسه یې یوازې د دریو میلیاردو په شا او خوا کې مرسته کړې ده. ښاغلی میولر د خپل هیواد له خوا کېدونکي مرستې د نړیوالې ټولنې د ژمنو یوه برخه بولي او وايي: «آلمان له افغانستان سره د پراختیایي چارو د وزارت له لارې مرسته کوي چې ۲۴۵ ملیونه یورو کیږي. البته دغه اندازه د بهرنیو چارو د وزرات د مرستې په گډون په ټولیزه توگه ۴۲۵ میلیونه یورو ته رسیږي. دا د هغو مرستو یوه برخه ده چې نړیواله ټولنه یی له افغانستان سره کوي.»

آلمان په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په شمال کې پر نظامي ماموریت سربېره د ښې حکومتوالۍ، پوهنې، ښوونځيو جوړولو، ‌د روغتون په بیا رغولو، ‌د څښاک د پاک اوبو د برابرولو او همداشان د هوايي ډګرونو د جوړونې په برخه کې پراخه مرستې کړي دي.

د آلمان د پراختیايي چارو وزیر د دویچه ویله د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آلمان به د افغانستان په نظامي ‌برخه کې څرنگه مرسته کوي وويل: «وروسته له ۱۳ کلونو د افغانستان له پاره د امنیتي مرستندویه ځواک ایساف، نړیوال ماموریت پای ته رسیږي. افغانستان وروسته له دې له خپلو امنیتي ارگانونو سره امنیتي مسوولیت پر خپله غاړه اخلي. د نړۍ حکومتي او دولتي مشران او د هغوی اړوند پارلمانانو به په راتلونکو میاشتو او کلونو کې په دې هکله تصمیم ونیسي چې د افغانستان له پاره دغه پلان مني او هغه د عمل په ډگر کې پلي کوي که نه.»

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر او د ولسمشر اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخیلوال هم له میولر سره تر هوکړه لیک لاسلیکولو وروسته رسنیو ته په ډاګه کړه چې آلمان له افغانستان سره د پراخو مرستو له کبله دریم ځای خپل کړی. هغه وویل د آلمان هیواد هر کال له افغانستان سره ۴۳۰ میلیونه یورو یا ۵۶۰ میلیونه ډالر مرسته کوي او په وینا یې د لندن په کنفرانس کې به هم دغه ژمنه بیا تکرار کړي.

د زاخېلوال په وینا آلمان به نه یوازې د لندن په کنفرانس کې ونډه واخلي بلکي نور بسپنه ورکوونکي هیوادونه به هم وهڅوي چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د زاخېلوال په خبره ‌دآلمان هیواد یادې مرستې به له هغوی سره په همغږۍ ،‌د کاري زمینو پر برابرولو، لومړنیو او کسبي زده کړو، حقوقي اسانتیاوو ته د لاسرسي، څښاک اوبو، اقتصادي پراختیا او انرژۍ پر څانګو ولګول شي.