1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني اخراج شوي پناه غوښتونکي کابل ته ورسیدل

۱۳۹۷ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

د جرمني څخه د افغان مهاجرو د اخراج په لړۍ کي ۲۱ کسان نور کابل ته اخراج شوي دي. هغوی د چهارشنبې په سهار کابل ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/2wbHi
Abschiebeflug mit abgelehnten afghanischen Asylbewerbern
انځور: picture-alliance/dpa/D. Maurer

د مهاجرت اړوند چارواکو د نوم د نه بربنډیدو په شرط د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې دغه ډله کسان په یوه چارتر الوتکه کې د افغانستان پر وخت سهار ۶ بجې او ۲۰ دقیقې کابل ته ور رسیدلي دي. د یادولو وړ ده چې د افغان پناه غوښتونکو دغه الوتکه د آلمان له دوسلدروف هوايي ډګر څخه د سه شنبې په شپه د کابل په لوري پرواز کړی وو.

په ۲۰۱۶م کال کې وروسته له هغې چې د آلمان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ د مهاجرو پر سر توافق وشو، دا دوولسم ځل دی چې افغان پناه غوښتونکي په ډله ایز توگه بیرته افغانستان ته استول کیږي. په دې ټولو پروازونو کې تر اوسه پورې افغانستان ته په مجموعي ډول ۲۱۹ کسان اخراج شوي دي.

په آلمان کې د مهاجرو د حقونو د ملاتړ سازمان یا له پروازول غړي ګوینتر بورخاردت د دې اخراجونو په هکله وویل چې دغه بیرته لیږل جنجالي موضوع ده. نوموړي همدا راز زیاته کړه: «د اخراج دغه پروازونه د منلو وړ نه دي.»

په عین وخت کې د آلمان د نورد راین ویستفالن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم شتامپ د اخراجونو له لړۍ دفاع کړې. نوموړي د سه شنبې په ورځ وویل چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان په هکله د اروزنې تر شریکولو وروسته کابل ته د افغان مهاجرو بیرته لیږل یو مناسب کار دی.

د ۲۰۱۷م کال له می میاشتې راهیسې هغه مهال چې په کابل کې د آلمان د سفارت مخې ته لارۍ بم برید وشو، آلمان د افغان مهاجرو ډله ایز اخراج متوقف کړی وو. خو بیا وروسته په سپتمبر میاشت کې آلمان د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ یو ځل بیا پیل کړه. د آلمان حکومت پریکړه وکړه چې درې ډوله پناه غوښتونکي به هیڅکله په دې هیواد کې ونه زغمل شي: شکمن ترهګر، مجرمین او هغه کسان چې د خپلو اسنادو په هکله له آلماني چارواکو سره مرسته نه کوي.

له آلمان څخه د افغان پناه غوښتونکو دغه اخراج داسې وخت ترسره کیږي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ پر خرابیدو دی. وسله وال طالبان او د داعش ډلې جنګیاليو پر افغان امنیتي ځواکونو، دولتي ادارو، د ولسوالو پر مرکزونو او ملکیانو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

یوازې په کابل کې، د روان کال له جنوري میاشتې راهیسې اوه ستر بریدونه شوي دي چې ۲۴۷ کسان پکښې وژل شوي او تر ۴۴۸ ډیر پکښې ټپیان شوي دي.

همدا د تیرې یکشنبې په ورځ، د افغانستان د پارلماني او ولایتي شورا د انتخاباتو د نوم لکینې له پاره د نوم لیکنې پرمهال په کابل کې د تذکرو د ویش پر یوه مرکز باندې د برید په پایله کې ۶۰ کسان ووژل شول او ۱۲۹ نور ټپیان شول.

زموږ له ارشيف څخه: