1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له هرو درو څخه یو افغان ماشوم ښوونځي ته نه شي تلای

۱۳۹۶ فروردین ۳, پنجشنبه

یوه مرسندویه سازمان د پنجشنبې په ورځ ویلي چې څه نا څه یو پر دریمه برخه افغان ماشومان نه شي کولای چې ښوونځي ته ولاړ شي او د شاقه کارونو، وسله والو ډلو له خوا ګومارل کیدو او مخکې له وخته ودونو له ګواښ سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/2Zmxb
Afghanistan Landwirtschaft in der Provinz Badakhshan
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د «Save the Children» یا د ماشومانې د ساتنې سازمان ویلي دي چې تمه کیږي سږ کال تر۴۰۰۰۰۰ ډیر افغان ماشومان ښوونځي ووځي. دې سازمان زیاته کړې ده چې د دې وضعیت د رامنځ ته کیدو لامل په افغانستان کې مخ په ډیریدونکې ناامني او له پاکستان څخه د ډیرو افغان کډوالو راستیندل دي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان ویلي دي چې همدا اوس هم ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان له ښوونځيو بهر دي.

په ۲۰۱۶ کال کې تر ۶۰۰۰۰۰ ډیر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شول. تمه کیږي چې په ۲۰۱۷م کال کې هم شاوخوا یو میلیون افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شي چې له کبله یې ښايي وضعیت تر دې هم خراب شي.

د دې سازمان په حواله له پاکستان څخه ستانه شوي نیمایي ماشومان ښوونځي ته نه ځي، او پر ځای يې د سړک پر غاړه کار کوي ځکه چې والدین یې دندې نه شي موندلی.

جهانګیر چې ۱۱ کاله عمر لري او شپږ میاشتې وړاندې له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستون شوي دی، وایي: «پلار مې ایسکریم پلوري او ورور مې پلاستیکي کڅوړې. له همدې کبله موږ یوازې دومره ګټو چې په خوړو یې مصرف کړو.»

هغه زیاته کړه: «زه څه وکړم؟ زه ښوونځي ته نه شم تلای.» جهانګیر اوس له خپل پلار سره د ایسکریم پلورلو په برخه کې مرسته کوي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې مشرې انا لوکسن، وویل: «نن باید په افغانستان کې د ښووځۍ ورځ وي، ځکه ماشومان د ښوونځي لومړي ورځ پیلوي. خو په خواشینۍ سره دا داسې یوه ورځ ده چې د هغو میلیونونو ماشومانو تراجیدي په ګوته کوي چې زده کړو ته لاسرسی نه شي لرلی او د ژوند کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.»