1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له «وریښمو لار» څخه نور کوم هيوادونه گټه اخلي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۶, جمعه

تر اوسه پوري یوازي چینايي شرکتونو ددغي لويي زیربنايي پروژې «د وریښمو نوې لار» څخه گټه اخیستلای سوای، خو اوس به نور هیوادونه هم په هغه کي شامل سي. دغه ژمنه، د چين جمهوررئيس شي جین پینگ په یوه دوه ورځني کنفرانس کي وکړه.

https://p.dw.com/p/3HUrn
Peking Belt and Road Forum for International Cooperation
انځور: picture-alliance/dpa/Kyodo

د چین جمهوررئيس شي جین پینگ «د وریښمو نوې لار» پر جوړیدو باندي د نړيوالو انتقادونو ته په کتو سره د لا  ډیري پرانیستني وعده ورکړه. دغه لار به د نورو ترڅنگ اسیا له اروپا سره و نښلوي.

په پیکینگ کي په دې اړه د یوه لوی کنفرانس پرمهال شي جین پینگ اعلان وکړ چي دغه پروژه به د اقلیمي مسایلو مطابق، ایکالوژیکي جوړه او ټولو ته به د اقتصادي ودي چانس برابرکړي. هغه ټینگار وکړ چي دغه پروژه به «پرانیستې، زرغونه او پاکه» اعمار سي، «ټوله مسایل به یې د شفافیت په رڼا کي تر سره او د اختلاس په مقابل کي به هیڅ زغم پکښي نه وي».

«ډیر هیوادونه به په دغه پروژه کي شامل سي»

د امريکا متحده ايالاتو سره د چین تجارتي جنگ ته په کتو سره، شي جین پینگ د «لا ډیرو بازارونو د خلاصیدو، خارجي شرکتونو ته د مساوي چانس ورکولو او معنوي ملکیت ساتلو» وعده ورکړه. د ده په خبره به لا ډیر هیوادونه، ملگري او نړيوال سازمانونه په هغه کي شامل سي.» شي همدارنگه ژمنه وکړه چي پیکینگ به دغه مقررات او سټندرد مراعت کړي.

په همدې حال کي، بې له دې چي په مستقيم ډول د امريکا متحده ايالاتو یادونه وکړي، شي له نورو هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چي دوی هم د معاملې او کاروبار یو ښه ماډل وړاندي کړي او همدارانگه دي د چینايي کمپنیو، محصلینو او اکاډمیسنانو سره عادلانه چلند وکړي. شي په دې ډول سره د امریکا له خوا هغه مخ پر ډيریدونکي  ممانعت ته اشاره وکړه چي پر اساس يې چینايي محصلینو او د مشهورو پوهنتونو اکاډمیسنانو ته د سفر اجازه نه ورکوي.

Peking Belt and Road Forum for International Cooperation; Xi Jinping; Wladimir Putin
انځور: picture-alliance/dpa/V. Sharifulin

د خصوصي سکټور پانگه اچونه

له یوه اقتصادي بحران څخه د بين المللي وجهي صندوق خبرداریو ته په کتو سره چین همدارنگه وعده ورکړه، چي په دغه پروژه کي به د ځینو هغو هیوادونو پوروړي کیدل او اقتصادي ناتوانۍ چي د وریښمو لار ورڅخه تیریږي، هم په پام کي ونیسي.

د ملي اقتصادي مجلې«خایچین» په حواله د چین د مرکزي بانک رئیس، یې گانگ وعده ورکړې ده، چي په راتلونکي کي به د دغي پروژې په جوړولو کي زیادتره د خصوصي سکټور پر پانگه اچونو باندي تکیه وسي او دولتي کريډت به پکښي راکم سي.

Peter Altmaier auf dem Seidenstraßen-Gipfel in Peking
انځور: picture-alliance/dpa/L. Xin

په دغه دوه ورځني کنفرانس کي د ۱۰۰ هیوادونو استازو برخه اخيستې، چي تقریبأ۴۰ یې دولتي او حکومتي مشران دي. د جرمني له اړخه په هغه کي د اقتصاد وزیر، پیتر الټمایر برخه اخیستې ده.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(23.08.2017 )