1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج؛ سندرغاړي سخت اندېښمن دي

۱۴۰۲ آذر ۲۲, چهارشنبه

په پيښور کې يو شمېر افغان سندرغاړي د کار نه شتون له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او وايي په افغانستان کې په موسیقۍ تر بندیز وروسته پښتونخوا ته راکډه شوي خو هلته هم د پولیسو له ویري په ازاد ډول کار نه شي کولای.

https://p.dw.com/p/4a7mA
Afghanistan Musiker
انځور: Bernat Armangue/AP/picture alliance

هنرمندان وايي له پاکستانه د هغو افغانانو د اخراج پريکړي چي هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري دوی سخت اندښمن کړي دي او اوس ډیر کله له دي ویري چې ونه نیول شي د خوښیو پرګرامونو ته نه ځي.

په کوزه پښتونخوا کې یوشمیر افغان سندرغاړي وايي په ازاده توکه خپله کار نه شي کولای او له دي امله له ګڼو مالي ستونزو سره مخ دي.

ګل اغا بهسودی او سعید الله وفا د لسګونو هغو سندرغاړو له ډلي دي څخه دي چې په افغانستان کې پر موسیقۍ تر بندیز وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.

سعید الله وفا وايي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته پاکستان ته راګډه شوي، خو زیاتوي چې په همغه مهال د قانوني اسنادو د نه شتون له امله د پولیسو له خوا نیول شوي و او تر پنځه ورځي بند وروسته د پیښور سندرغاړو په مظاهرو راخوشي شو.د افغانانو اخراج د پاکستان امنیت له خطر سره مخامخوي؟

پېښور کې د باړې بسونه

هغه وايي د پاکستان حکومت وروستۍ پریکړي اندښمن کړي او په ویره ژوند کوي. د ده په خبره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د راجستر نمبر او پیښور هنرمندانو ټولني د کارت د شتون سره هم له دغي ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: «په ازاد او ډاډه زړه ګرځیدلی نه شوو، پاکستاني وګړی د حکومت له ویري د اوسیدو کورنه په اسانۍ سره په کرایه نه راکوي خو بیا هم د خپلو اولادنو د سر خوندي توب له پاره دلته پراته یوو.»

بل افغان سندرغاړی ګل اغا بهسودی هم دغه وضیعت اندېښمن کړی او وايي چې په افغانستان کې د موسیقۍ پر کار بندیز دی او دلته په پيښور کې کارونه کم رنګه او کمزوري دي.

د ده په خبره هنرمندان د کار د نه شتون له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او باید پام ورته وشي: «د مسافرۍ ژوند سخت دی. هره دقیقه مي وطن راته یادیږي خو که وطن کې راته داسي دنده پیدا شي چې د میاشتي پنځه زره افغانۍ راکوي او خطر نه وي بیرته ځم.»

دغه افغان سندرغاړي د پیښور هنرمندانو ټولني څخه منندوی دي چې هر مهال يي د دوی همکاري کړې ده او یوشمیر سندرغاړو ته يي د اتحادي د غړيتوب کارتونه ورکړي دي، چې له مخي يې يو څه ستونزي حل کیدای شي.

په پاکستان کې د کډوالو ناخواله وضعیت

د پاکستان له هغي پریکړي سره چې له مخي يې هغه افغانان چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري بايد اخراج شي، په ښارونو کې د میشت افغان وګړو ستونزي او تشویشونه زیات شوي دي او ډير کله قانوني اسناد درلودونکي افغانان هم د پولیسو له خوا نیول کیږي.

د معلوماتو له مخي په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته شاوخوا دري سوه هنرمندان پاکستان ته کډه شوي دي چې اوس هلته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

ا.م / خ.ح / ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب