1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

له پاکستانه د مهاجرو اخراج؛ یو شمېر کورنۍ سره جلا شوي

۱۴۰۲ آبان ۱۸, پنجشنبه

د راپورونو پر اساس، له پاکستانه افغانستان ته هره ورځ د تورخم او سپين بولدک – چمن له لارې زرګونه په کډو بار لارۍ اوړي چې ډير کم شمېر یې خپلو اصلي مېنو او پاتې نور یې هلته د طالبانو له لوري په لنډمهالو کمپونو کې دیره کیږي.

https://p.dw.com/p/4Yb3K
Afghanistan Torkham | Migration | Afghanen fliehen aus Pakistan
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د دغو کډوالو په منځ کې داسې کورنۍ هم شته چې له پاکستاني کورنیو سره یې دوستۍ کړي، لورګانې یې ورکړي او یا یې هم خپلو زامنو ته د هغوی لورګانې واده کړي دي.

په تورخم کې د افغان کډوالو په لنډمهالي کمپ کې ناست حاجي غلام ‌سخي چې شاوخوا ۷۰کاله عمر لري وايي چې هغه وخت زلمی و چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای یې وطن کې د جګړو له امله پاکستان ته د تګ موزې په پښو کړې وې.

مور، پلار، مشر ورور او دوه خویندې یې هم په تېرو ۳۷کالو کې له لاسه ورکړي او زیاتوي چې د خپلې کورنۍ له ډلې دی یې یواځينی دی چې بیرته خپل پلرني وطن ته راستنیږي: «هغه وخت موږ پر پکتیا واوښتو، پر سپنیه شګه او پاړه‌چنار مو ځانونه پاکستان ته ورسول، خو ځواني وه، پلار مې هم ځوان و، مور مې هغه وخت لږ ضعیفه وه، دوې خویندې او یو مشر ورور مې راسره ول، ټول خدای واخیستل، بس یو زما قسمت و چې بیرته ژوندی خپل وطن ته راشم، تر دې ځایه خو راغلم انشاءالله چې کندز ته به هم ورسیږم.»

د نوموړي په خبره، له وطنه هجرت یې د هغه وخت ضرورت و او اوس بیرته ورته راتګ یې هم یوه اړتیا ده خو زیاتوي، داسې یې نه ګڼله چې له صوابۍ څخه کډه‌کول به یې په زور کیږي.

دی کیسه کوي چې خپلو دوو مشرانو زامنو ته یې د ځايي پښتنو کورنیو لورګاني په نکاح کړي او همدارنګه یې خپله یوه لور او یوه لمسۍ هم د صوابۍ په کمپ کې د ځایي پښتنو په کورنیو کې واده کړي دي: «ګاونډیان مې ول، ډير شریف خلک وو، مشر زوی ته مې د هغه لور وکړه، بیا یې خپل زوی ته زما لور وغوښته، یعنې داسې لس پنځه‌لس کاله کیږي چې ودونه یې وشول، بیا مې خپل بل زوی ته هلته په یوه بله کورنۍ کې ښځه وکړه. او یو درې کاله به کیږي چې یوه لمسۍ مې هم هلته واده شوه، خو موږ چې اوس راتلو، هغوی راسره رانغلل.»

حاجي غلام‌ سخي چې اوس له خپلې میرمنې، دوو زامنو او یوې لور سره افغانستان ته اوښتی دی، وايي د هغه ځای له خلکو سره یې اړیکې او مناسبات ښه وو، ځکه یې ورسره دوستۍ کړي دي.

د دغو کډوالو په منځ کې داسې کورنۍ هم شته چې له پاکستاني کورنیو سره یې دوستۍ کړي، لورګانې یې ورکړي او یا یې هم خپلو زامنو ته د هغوی لورګانې واده کړي دي.
د دغو کډوالو په منځ کې داسې کورنۍ هم شته چې له پاکستاني کورنیو سره یې دوستۍ کړي، لورګانې یې ورکړي او یا یې هم خپلو زامنو ته د هغوی لورګانې واده کړي دي.انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د نوموړي په خبره، هغه زامن چې مېرمنو یې پاکستاني شناختي کارټونه لرل او هغه لور او لمسۍ یې چې د هغه ځای پښتنو ته واده شوي، د اوس لپاره په پاکستان کې پاتې شوي او زیاتوي چې زامنو یې هلته خپل کاروبار لره، که نه پاتې کیدی، کار یې خرابېده او په وطن کې به هم بیکاره ول: «مجبوره وم ورسره مې ومنله چې هلته دې پاتې سي، ګني په ځان مې کله دا ورځ پیرزو وه، اوس مې نو په دې خیمه چیشی کول، زامن به مې راسره ول، کندز ته تلم. هغوی خو پاتې شول، خو داسې نه چې پاخه دې پاتې وي، هغه پاکستانیانې مې چې ورته کړې وې، هغو زامنو ته مې خسرخیلو یې کارټونه جوړ کړل او هغه لور او لمسۍ مې هم وايي جوړ یې کړي یې دي.»

دی وايي، د تورخم په دې کمپ کې یې دا څلورمه شپه ده، د خیریه مؤسسو او طالبانو له لوري ورسره د خوراک او څښاک لپاره یوه اندازه مرسته کیږي خو په خبره یې، نور مجبوره دی، د کندز ولایت په خان‌اباد ولسوالي کې خپل پلرني کلي ته ولاړ شي.

که څه هم د هغه میرمنې او اولادونو له موږ سره له خبرو کولو انکار وکړ، خو د حاجي غلام‌سخي له خبرو څرګندېده چې ټوله کورنۍ یې په پاکستان کې په پاتې شوو خپلوانو پسې زوریږي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرو کورونه ړنګ شوي

د پاکستان لنډمهالې لومړي وزیر وروسته له هغې د هغو افغانانو چي هلته د اوسېدو اسناد نه لري د اخراج امر وکړ چې په خبره يې په دغه هيواد کې ناامنيو نور هم زور واخيست. پاکستان تور لګوي چې د دغه هیواد په ناامنيو کې افغانان لاس لري. هغه تور چي افغانان يې هر وخت ردوي.

د پاکستان د حکومت له لوري په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي، هڅه کوي په راتلونکو څو میاشتو کې په پاکستان کې میشت لږ تر لږه ۱.۷ میلیونه هغه مهاجر اخراج کړي چې په دغه هيواد کي د اوسېدو اسناد نه لري.

س.ع.س / خ. ح / ن. ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie