1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستانه راستنېدونکو سره لس میلیونه ډالره مرسته کیږي

۱۴۰۲ آبان ۳۰, سه‌شنبه

له پاکستان څخه د زرونو افغان کډوالو له اخراج وروسته ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې لس میلیونه ډالر یې دغو کډوالو ته ځانګړي کړي دي.آلمان هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیونه يورو مرسته کړې.

https://p.dw.com/p/4ZGK5
Afghanistan Torkham | Migration | Afghanen fliehen aus Pakistan
اوچا ویلي  چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د صندوق له جوړېدو راهيسې جرمني له دغه صندوق سره ٢١٠ ميليونه يورو مرسته کړې ده. انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

له پاکستانه په زوره د ایستلو شویو کډالو د وضیعت په اړه له اندیښنو وروسته او د ژمي په رارسیدو، د ملګرو ملتونو سازمان له دغو کډوالو سره د لس میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړه.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفیتس د دوشنبې په ورځ په خپل ایکس  پاڼې ( پخواني ټویټر) لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د وجهي صندوق دغه مرسته له پاکستانه  راستانه شویو کډوالو ته ځانګړې شوې ده.

نوموړي ویلي:« تمه ده چې دا پیسې به د هغو افغانانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.»

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ چې آلمان د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیونه یورو مرسته کړې ده.

اوچا د آلمان له دغې مرستې څخه د مننې ترڅنګ په ایکس  پاڼه کې ليکلي، چې دغه مرسته  د افغانستان د خلکو د ژوند  ژغورنې په برخه کې شوې ده.

اوچا ویلي  چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د صندوق له جوړېدو راهيسې جرمني له دغه صندوق سره ٢١٠ ميليونه يورو مرسته کړې ده.

د شمېرو پر بنسټ، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو له پیل راهیسې، د تورخم او سپین بولدک له لارې ۳۲۷ زرو ۴۰۰ کسان  افغانستان ته ستانه شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، افغانستان ته د راستانه شویو دغو کډوالو ۶۰ سلنه یې تر ۱۷ کلونو کم عمر لرونکي  او ۲۴ سلنه یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

مرستندویه سازمانونه  وایي دغه کډوال په بد وضیعت او لو لومړینو مرستو ته له لاسري پرته په آزاده فضا کې ژوند کوي. مرستندویه سازمانونو خبرداری ورکړی، چې که دغو کډوالو ته پر وخت مرستې ونه رسول شي، په روان ژمي کې به یو بشري ناورین رامنځته شي.

راستانه شوي کډوال له څه شي شکایت کوي؟