1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پیښوره بیا د افغانانو کډې باریږي

فرید الله خان، پیښور۱۳۹۵ شهریور ۲۷, شنبه

د مهاجرینو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېسارۍ یا UNHCR، له پاکستان څخه په خپله خوښه د افغان مهاجرو د وتلو لړۍ بیا پېل کړې ده. د خیبر پښتونخوا له قبایلي او نورو سیمو څخه افغانان د مهاجرو د بیا ستنیدو مرکزونه ته ورځي.

https://p.dw.com/p/1K42O
Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

له خیبر پښتونخوا څخه د افغان مهاجرینو خپل وطن ته د بیرته ستنیدو لړۍ پیل شوې ده. تر دې مخکې د لوی اختر د رخصتیو له کبله دغه لړۍ دریدلې وه. د UNHCR د معلوماتو له مخې په روان میلادي کال کې تر اوسه ۱۱۲ زره افغان مهاجر په خپله خوښه بیرته خپل وطن ته ستانه شوي دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو دغه اداره هر راجستر شوي ستنیدونکي کډوال ته شا او خوا ۴۰۰ ډالر ورکوي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د بیلابیلو سیاسي گوندونو تر منځ د افغان کډوالو د ستنیدو د بهیر په هکله اختلاف موجود دی. په خیبر پښتونخوا کې د مرعان خان واکمن گوند تحریک انصاف د افغان مهاجرینو د ژر وتلو پلویتوب کوي، خو د ایالتي حکومت ائتلافي گوندونه قومي وطن پارټي او جماعت اسلامي د افغان مهاجرینو د بیرته ستنیدو د پالیسۍ په هکله ملحوظات لري.

د پاکستان په سطح د پارلماني سیاسي گوندونو استازو یوه غونډه د سپتمبر میاشتې په ۲۱مه نېټه رابلل شوې ده، څو د افغان مهاجرو د ستنیدو په هکله یوې تگلارې ته د عملي جامې وراغوستو په هکله خبرې وکړي. په پام کې ده چې په دغه غونډه کې د پاکستان د څلورو ایالتونو د سیاسي گوندونو، د افغانستان او د ملگرو ملتونو استازي گډون وکړي. د دغې غونډې اصلي موخه د افغان مهاجرو د بیرته ستنیدو په برخه کې د موجودو خنډونو او ستونزو حل لاره لټول دي. پر دې سربیره باید دا خبره هم یقیني شي چې په پاکستان او بیا په ځانگړې توگه په خیبر پښتونخوا ایالت کې له مېشتو غیر قانوني افغان مهاجرو سره له زور زیاتې څخه کار وا نه اخیستل شي.

په خیبر پښتونخوا کې میشتو غیر قانوني افغان مهاجرو ته د اکتوبر میاشتې تر ۱۶ نېټې پورې ضرب الاجل ټاکل شوی دی چې تر هغې وروسته به د غیر قانوني مهاجرو پر ضد گام اخیستل کیږي. خو ځیني گوندونه د ناراجستر شوو افغان مهاجرو پر ضد د کوم اقدام مخالفت کوي. په دې هکله د قومي وطن گوند مشر آفتا احمد خان شیرپاو وایي: «پاکستان افغان مهاجرو ته هرکلی ویلی وو. ټول هیواد او په ځانگړې توگه د خیبر پښتونخوا ولس هغوی څلویښت کاله وزغمل او له هغوی سره یې هر ډول مرسته وکړه. اوس چې د دوې د بیرته ستنیدو خبره کیږي نو هغوی باید په باعزته توگه ستانه کړل شي. د دواړو هیوادونو تر منځ ورورگلوي او مهمې اړیکې باید پاتې شي.»

تر دې دمخه د افغان مهاجرینو پر ضد د گام اخیستو وروسته د مهاجرو د استازو یوې کمېټې د خیبر پښتونخوا له گورنر عمران خان، او د نورو سیاسي گوندونو له مشرانو سره لیدلي وو او دلته د میشتو افغان کډوالو په هکله یې یو اته ټکیز پلان وړاندې کړی وو. د دغو ملاقاتونو په پایله کې د افغان مهاجرو پر ضد اقدامات درول شوي وو. د افغان پلاوي د غوښتنو په سر کې د ناراجستر شوو کډوالو راجستر کیدل او په دغه ځای کې هغو کسانو ته خوندیتوب ورکول شامل وو چې کاروبار کوي.

ځینې څیړونکي په دې آند دي چې د مهاجرو پر ضد اقدامات د دواړو هیوادونو پر اړیکو باندې منفي اغیزې پرې باسي. د قبایلي چارو کارپوه او شنونکی گوهر علي خان، په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «د دغو اقداماتو له کبله په افغانستان کې د پاکستان پر ضد مظاهرې وشوې. پخوا په افغانستان ځینې خاص خلک د پاکستان پر ضد وو. خو له دې ځای څخه په زوره ایستل شوي کسان اوس د هغوی ملاتړ کوي. د افغان مهاجرینو د بیرته استولو په ترڅ کې باید مرکزي او ایالتي حکومتونه له ډیر احتیاط څخه کار واخلي.»

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا په پاکستان کې ۱،۶ میلیونه افغانان راجستر دي او تر یو میلیون زیات یې بیا په غیر قانوني توگه ژوند کوي.

پر دې سربیره داسې ویل کیږي چې په زرونو افغانانو په غیر قانوني توگه د پاکستان شناختي کارډونه او پاسپورټونه تر لاسه کړي او د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو ایالتي ادارې د دغسو زرو افغانانو په هکله د احوال او نفوس د ثبت ادارې ته معلومات ورکړي، چې د هغوي شناختي کارډونه لغوه کړي.