1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کډوالې تر پیلوټۍ، د یوې افغانې میرمنې د بریا سفر

۱۳۹۵ آذر ۱۷, چهارشنبه

صفیه فیروزي په ماشوموالي کې کډواله وه خو اوس د افغانستان له دوو ښځینه پیلوټانو څخه یوه ده. په داسې حال کې چې افغانې میرمنې اوس هم له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، صفیه په دې هیواد کې د ښځو د پرمختګ یوه بیلګه ده.

https://p.dw.com/p/2TsSk
Afghanistan Pilotin Safia Ferozi
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

صفیه یوه پوځي ترانسپورتي الوتکه الوزوي. هغې په دې موده کې له یوه بل پیلوټ سره چې ورته الوتکه هوا ته پورته کوي, واده کړی او دواړه له هوا پر ځمکه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

فیروزي په داسې حال کې چې په کابل کې د خپلې الوتکې په لور روانه ده، وايي: «کله چې زه پوځي یونیفرم اغوندم نو زه د یوې ښځې په توګه ډیره ویاړم.»

فیروزي د C-208 ډوله ترانسپورتي الوتکې پیلوټه ده.

په داسې حال کې چې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو ۱۶ کاله تیریږې، افغان میرمنې اوس هم له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي خو پر دې سربیره هم هغوی د پام وړ پر مختګ کړی دی. اوس افغان ښځې له وزارتونو او پارلمان نیولې بیا تر امنیتي ځواکونو پورې پراخ حضور لري. خو په لیرو پرتو سیمو کې اوس هم په ټولنه کې د هغوی د حضور پر وړاندې سخت مقاومت موجود دی.

د فیروزې کورنۍ په 1990 کلونو کې, کله چې هغه ماشومه وه, د افغانستان د جګړو له کبله پاکستان ته مهاجرت وکړ. دغه کورنۍ بیا د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته بیرته خپل هیواد ته ستنه شوه.

کله چې فیروزه په ښوونځي کې وه نو پر تلویزیون ېی یو اعلان ولید چې په کې له ښځو څخه غوښتل شوي وو چې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شي. د پوهنځي تر پای ته رسولو وروسته, فیروزې, په پوځي اکاډمي کې شامله شوه او د اړیکو په څانګه کې یې زده کړې پیل کړې. په همدې وخت ک اکاډمي اعلان وکړ چې پوځ داسې نجونو ته اړتیا لري چې وغواړي پیلوټانې شي.

فیروزې او 12 نورو نجونو خپل غوښتنلیکونه ورکړل, او یوازې هغه د آزموینو تر تیرولو وروسته د پیلوټې په پروګرام کې جذب شوه.

هغه په ​​هرات کې په زده کړو بوخته وه چې له کپتان محمد جواد نجفي, سره یې وپیژندل. دواړو بیا وروسته واده وکړ. د فیروزې میړه د هغې د کار بشپړ ملاتړ کوي.

فیروزي په 2015 کال کې فارغه او په همدې کال کې د خپل لومړي ماشوم خاونده هم شوه. د هغې لور نرګس اوس اته میاشتنۍ ده او فیروزي اوس یو ځل بیا د الوتکو الوزل پیل کړي دي.

فیروزې د افغانستان په هوایي ځواک کې یوه له دوو ښځینه پیلوټانو څخه ده خو اوس ځینې نورې نجونې هم په دې برخه کې زده کړې کوي.

کپتان نیلوفر رحماني, په تیرو 30 کلونو په اوږدو کې په 2013 کال کې د افغانستان لومړۍ ښځینه پیلوټه شوه. په افغانستان کې د کورنۍ جګړې تر پیلیدو مخکې یواځې څو تنو ښځینه پیلوټانو د افغانستان په هوایي ځواکونو کې دنده ترسره کوله.

فیروزې وایي، هیله لري چې نورې نجونې د افغانستان په هوایي ځواک کې شاملیدو ته وهڅوي. هغه زیاتوي: «د یوې ښځې په توګه سړی له ډیرو ننګونو سره مخامخیږي. خو سړی باید په یو ډول نه یو ډول له دغو ستونزو سره مقابله وکړي.»

اوس مهال 1800 ښځې د افغانستان په پوځ کې دنده ترسره کوي. افغان حکومت هڅه کوي چې لا ډیرې میرمنې په پوځ کې شاملیدو ته وهڅوي. د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رامنش, وایي چې حکومت په راتلونکو اووه کلونو کې په پوځ کې لس سلنه ته د ښځو د ونډې د رسولو په هڅه کې دی.

د افغانستان وړوکی هوایي ځواک یوازې ۱۰۰ الوتکې لري. که څه هم په تیرو کلونو کې دې ځواک ته ډیر پام نه کیده، خو په ۲۰۱۵ کال کې ناټو د هوايي ځواک په تمویل او تجهیز باندې تمرکز پیل کړ.

نور مطالب: