1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لیبیا د قذافي ترلیري کیدو پنځه کاله وروسته

۱۳۹۵ آبان ۱, شنبه

پنځه کاله دمخه د لیبیا واکمن معمرالاقذافي ووژل سو. خو نن ورځ نه یوازي دغه هیواد ټوټه ټوټه ،بلکي ټوله سیمه یې هم بې ثباته کړې ده. ایا په دغه هیواد کي نظامي مداخلې نتیجه ورکړې ده؟

https://p.dw.com/p/2RY6n
Muammar Al Gaddafi Portrait
انځور: Christophe Simon/AFP/Getty Images

امریکايی جنگي جیټ طیارو یوازي د تیري اوونۍ په پیل کي د لیبیا د سِرت پر ښار باندي تقریبأ  ۳۰ هوايي حملې وکړې . خو که دا د یوې نظامي مداخلې څخه تر پنځو کالو وروسته د بشري دلایلو په خاطر دیوه دیکتاتور څخه د یاغیانو د خلاصون لار وي، نو دا به یوه پر ځای او ښه مداخله نه وي . سِرت د خپلو ۱۳۰۰۰۰ اوسیدونکو سره تر ډیره حده پوري د لیبیا نوی تاریخ جوړوي . دغه ښار د تقریبأ یونیم کال راهیسي د اسلامی دولت ډلي مرکز دی. که څه هم داعش تر ډیره حده پوري ددغه ښار څخه ایستل سوی دی، خو سِرت د قذافي د زیږیدو ښار هم دی او دهمدغه ښار سره نژدې د ۲۰۱۱ م کال د اکتوبر پر ۲۰ هغه په جبر سره ووژل سو.

لیبیاپه انارشۍ کي ډوبیږي

د قذافي تر چپه کیدو پنځه کاله وروسته لا اوس هم امریکايي جنگي طیارې د یوې ملیشې سره په جنگ اخته دی او بمبارۍ پر کوي: د افریقا د شمال په دغه هیواد کي د ناټو مداخله کاملأ تر هغه بل ډول سوه، لکه څنگه چه یې په پاریس،واشنگټن او لندن کي تصور سوی ؤ او جهانیانو ته ویل سوي وه. د قذافي په سرکوبه کولو سره تړلي امیدوارۍ ، کومي چي په دغه هيواد کي به دیموکراسي، اویوه آزاده او پرانستې لیبیارامنځته کیږي،تر سره نسوې. برعکس دغه هیواد په انارشۍ او گډوډۍ کي ډوب سو. یو فعاله او سم حکومت وجود نلري او په عوض یې څو ډلي د حکومت کولو ادعا کوي اود قدرت د پلاس راوړلو لپاره جنگیږي. په سلهاوو مسلح گروپونه په هیواد کي فعالیت کوي،چي اکثره یې خپلو قبیلو او یا جنگسالارانو ته وفاداره دي. نه یوازي د مخدره موادو او وسلو قاچاق پکښي خپل اوج ته رسیدلی دی، بلکه د انسانو قاچاق هم.

د دولت سقوط ، لیبیا اروپا ته د مهاجرينو په یوه اصلي لار باندي تبدیله کړه. د اروپا د خارجي سیاست د انستیتوت- ECFR څخه «ماتیا تولدو» وايي، چي د قذافي تر سرکوبه کیدو وروسته د لیبیا د خلگو د ژوندانه شرایط ډیر خراب سوي دي:«برق هره ورځ ځي. په ترابلس کي یوازي په سپتمبر میاشت کي ۱۰۹ کسان وتښتول سوه. نقدي پیسې ډیري کمي دی او خلگ خپل اکثره وختونه د بانک د غرفو مخته تیروي، تر څو یو څه پیسې راوباسي. د خلگو روزمره ژوند ، امنیتي او اقتصادي حالت ډیر خراب سوی دی.»

په ۲۰۱۱ م کال کي غلط اټکلونه

په لیبیا کي اوس سړی د تقریبأ دوه نیم زره کاله مخکي یوه یوناني قومندان «توکي ډیډیس» هغه خبره راپیادولای سي، چي ویلي یې وه:«مخکي تردې چه په جنگ شروع وکړئ، فکر وکړی، چي هغه د چا مراعت نه کوي او هرڅه پکښي ممکنه دي.» کریستیا موش ، چه تر سپټمبر پوري درې کاله د لیبیاالمانئ سفیر ؤ، دغه نقل قول تاییدوي اووايي، چه په ۲۰۱۱ م کال کي ټولو ذیدخلو اړخونو د لیبیاد آیندې څخه غلط تصور ورکړی ؤ. ددده په خبره:«تر ټولو لویه اشتباه دا وه، چه تر ۲۰۱۱ م کال وروسته سمدستي ملي اردو جوړه نسوه او ملیشې، چي بیله هغه هم موجودي وي ، اهمیت یې نور هم ډیر او د هیواد پر مختلفو برخو باندي حاکمي سوې. »

د لیبیاددولت دسقوط عواقب نه یوازي په داخل ،بلکه تر سرحدونو دباندی پرنورو هیوادو باندي هم بې تأثیره پاته نسوه او دمالي څخه نیولې تر نایجریا او چاد پوري ډیرو هيوادونو ته د لیبیاڅخه وسلې او ملیشې ورلیږل کیږي.