1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستلیبیا

لیبیا: د کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې په لسونو مهاجر مړه سوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د لیبیا ساحل ته نژدې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۵۵ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4Qbv6
Seenotrettung im Mittelmeer
انځور: Sergi Camara/AP/dpa/picture alliance

ملګرو ملتونو د لیبیا ساحل ته څیرمه په مدیترانې سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې د ۵۵ مهاجرو د مړینې خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ام) د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې د شمالي افریقا دغه هیواد ساحلي څارونکو پنځه تنه ژغورلي دي. زیاته شوې ده دغه کښتۍ چی د ښځو، نارینه وو او کوچنیانو په ګډون پکښې ۶۰ کسه سپاره ول، د سه شنبه په ورځ ډوبه سوې ده.

آلماني پولیسو یوه موټر کې ۳۰ مهاجر موندلي

ویل کیږي چې نوموړي کښتۍ د لېبیا د پلازمینې طرابلس له ختیځې برخې څخه حرکت کړی وو او د اروپا پر لور روانه وه.

په اوس وخت کې یو ځل بیا ډیری مهاجرهڅه کوي چې د سمندر د خطرناکې لارې ځانونه اروپا ته ورسوي. انساني قاچاق وړونکي زیاتره وخت د دغه غیر قانوني سفر له پاره زړو کښتیو استفاده کوي. په دې ډول مخ په زیاتیدونکي ډول انسانان په مدیترانه کی خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د تونس ساحلي ساتونکو د ۷۰ مهاجرو جسدونه له اوبو را ایستلي

همدارنګه د لیبیا په ګاونډي هیواد تونس کې هم په تیرو څو ورځو کې په لسونو مهاجر په اوبو کې غرق سوي دي. د سیمه ایزو رسنیو په حواله د صفاقس په ساحلي ښار کې د بیړیو د ډوبیدو تر څو پیښو وروسته اوس د جسدونو د ساتلو ځای ډک سوی دی.

ډیر شمیر مهاجر په دې توانیدلي دي چې له دغه لارې ایټالیې ورسیږي. د نوموړي هیواد د کورنیو چارو وزارت په روان کال کې ۳۱ زره کسان شمیرلي دي چې د بیړیو په واسطه دغه هیواد ته تللي دي. تیر کال په همدغه موده کې دغه شمیر شاوخوا ۷۹۰۰ وو.

GP/SR/AG