1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م ليبيا څخه د مهاجرو د لمړنۍ ډلې ليږد پيل کړ

۱۳۹۶ آبان ۲۱, یکشنبه

د مهاجرت نړيوالې ادارې له ليبيا څخه د مهاجرو لمړنۍ ډله چې په «خورا بد وضعيت» کې يې قرار لرلود ګاونډي هيواد نيجر ته وليږدوله. سيمه کې د ملګرو ملتونو يوه استاځي پر نورو هيوادونو هم غږ کړی مهاجرو ته د امن کورونه برابر کړي.

https://p.dw.com/p/2nU2L
Rettungsaktion von Ärzte ohne Grenzen Mittelmeer
انځور: DW/K. Zurutuza

د مهاجرت نړيوالې ادارې (UNHCR) يوه سيميز استاځي وينسينت کوچيتيل د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د مهاجرو يوه ۲۵ کسيزه ډله يې د شنبې په ورځ له ليبيا څخه نيجر ته ليږدولې ده.

د رپوټ په حواله، دغه مهاجر د ايتوپيا، اريتريا او سوډان هيوادونو اتباع چې هغو کې ۱۵ تنه يې ښځې او ۴ يې ماشومان دي. دغه ټول افراد به د نيجر هيواد په پلازمينه نيامي ښار په يوه ميلمستون کې ځای پرځای شي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې دغه ځانګړې استاځي له نورو هيوادونو څخه هم وغوښتل چې د ژغورل شويو مهاجرو له پاره دې د امن کورونه جوړ کړي.

کوچیتیل په دې اړه یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د مهاجرو دغه لیږد یوازې د مهاجرو او بيځايه شويو د مدیریت هغو هڅو يوه برخه کیداي شي چې غواړي په دې توګه د مهاجرینو مغلق تګ راتګ او د مدیترانې سمندرګي او د سهارا پر دښتو د سختو سفرونو پر وخت چې له امله يې خپل ژوند په خطر کې اچوي، د حل يوه لار پیدا کړي.

په زرونو مهاجرو له ليبيا څخه د مديترانې سمندرګي له لار اروپا ته خپل ځانونه رسولي دي. په ليبيا کې بې ثباته وضعيت مهاجر له سختو وضعيت په ځانګړې توګه د انسانانو د ترافيک له ستونزې سره مخ کړي دي.