1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماشومان: زموږ د وژنو څخه لاس واخلی

۱۳۸۹ اسفند ۲۲, یکشنبه

د خوست ولايت ګڼ شمير تنکيو ماشومانو د يوې ستري غونډي پرمهال، د هيواد په بيلابيلو سيمو کي د وروستيو پيښو په ترڅ کي ، د بې ګناه ملکي وګړو او په تيره بيا د ماشومانو وژنه وغندله.

https://p.dw.com/p/R8s0
په خوست کي راټول سوي ماشومان په يوه ږغ د سولي غوښتنه کوي.
په خوست کي راټول سوي ماشومان په يوه ږغ د سولي غوښتنه کوي.انځور: DW/Zaher Faridulla

دوی په جګړه کي له ټولو ښکيلو غاړو څخه په يو ږغ وغوښتل ، چي نور دي له ټوپک لاس واخلي، او د خبرو اترو له لاري دي ، روان جنګ ته د پاى ټکى کښېږدي.

د دغه ماشومانو په ډله کي زياتره هغه ماشومان وو، چي پلرونه،ميندي او د کورنۍ نور غړي يې د بيلابيلو پيښو پرمهال د لاسه ورکړي.

د غونډي برخوالو ماشومانو د خپلو ترتيب کړيو ، شعرونو، د سولي ترانو او د ليکنو له لاري د سولي په ملاتړ شعارونه ورکول.

د جنګ سره يې کرکه او نفرت اعلان کړ او د جنګ ټولو ښکيلو غاړو ته يې د سولي او ملي يوالي پيغامونه ورکړل.

د ماشومانو د ويناوو وروسته د خوست د بيلابيلو ټولنو غړو په عامه ځايونو کي د بريدونو او بمباريو پر مهال د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي د بنديدلو غوښتنه وکړه.

د خوست ولايت ماشومان پداسي حال کي د جنګ جګړو او تاوتريخوالي ، د مخنيوي په وړاندي غونډه کوي، چي پدې وروستيو څو اوونيو کي د هيواد په يو شمير سيمو کي د سړک غاړي بمي چاودنو، د خپلسرو عملياتو او نښتو پرمهال د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ګڼ شمير ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي.

په يوه وروستۍ پيښه کي په کونړ ولايت کي ۹ تنه ماشومان د ناټو ځواکونو په بمباريو کي ووژل سول.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل