1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماکرون غواړي پر کوچني جرمونو هم مهاجر اخراج کړي

۱۳۹۶ مهر ۲۵, سه‌شنبه

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون غواړي چي اقامه نه لرونکي پناه غوښتونکي پر کوچني جرمونو هم اخراج کړي. نوموړي په دې تړاو په تلويزيوني مرکه کي څرګندونې وکړې.

https://p.dw.com/p/2lu2H
Frankreich Präsident Emmanuel Macron
انځور: picture-alliance/abaca/P. Wojazer

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون ويلي چي هغه پناه غوښتونکي چي په فرانسه کي اقامه نه لري، که حتی کوچنی جرم هم وکړي نو بايد اخراج سي. نوموړي د ولسمشر کيدو څخه تقريبا پنځه مياشتي وروسته په يوه تلويزيوني مرکه کي دغه څرګندونې کړي.

ماکرون وويل: «موږ به لا سخت اقدامات وکړو.» ماکرون په دغه مرکه کي د خپلو اصلاحاتو د سياست څخه هم دفاع کړې ده. د تلويزيوني خپرونې وروسته نظر پوښتنو ښودلې چي هغه په دغه مرکه کي په دې نه وتوانېد چي اکثره فرانسويان قانع کړي.

ماکرون په دغه مرکه کي پردې ټينګار وکړ چي «ټوله هغه بهرنيان چي غير قانوني راغلي، د هر ډول جرم وروسته به اخراج کړل سي.» نوموړي په دې توګه دوې اونۍ تر مخه د چړو په يو بريد کي د دو ځوانو مېرمنو د وژل کېدو په وړاندي غبرګون وښود. د دغه قتلونو عامل تونيسي شخص تر مخه د غلا په يوه قضيه کي نيول سوی خو بېرته آزاد سوی وو.

ماکرون د هغه په وړاندي په زياته بيا د کيڼ اړخو له لوري د تنقيدونو په وړاندي له ځان څخه دفاع وکړه.

نوموړي د TF1 und LCI په نوم تلويزيونونو خبريالانو ته په دغه ۷۲ دقيقه يي مرکه کي وويل: «زه هغه څه کوم، څه چي وايم. دا ډېره نوې ده.» هغه وويل چي د اصلاحاتو پايلي به يې په «دوو کلونو کي» څرګندي سي.  هغه زیاته کړه چي د بې روزګارانو په شمېر کي تر مخه لا کمښت راتلل پېل سوی دی.

زموږ له ارشيف څخه: