1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مایک پنس: امریکا نور له ایران سره اټومي تړون نه تائیدوي

۱۳۹۶ اسفند ۴, جمعه

د امریکا متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس ایران د تروریزم تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی هیواد وباله. هغه زیاته کړه چې امریکا به نور په سیمه کې د ایران بی ثباته کوونکي فعالیتونه ونه زغمي.

https://p.dw.com/p/2tEFc
Chile | US-Vizepräsident Mike Pence besucht Chile
انځور: picture-alliance/dpa/Agencia Uno/C. Escobar

د محافظه پالو سیاسي اقدام په کنفرانس کې د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس څرګندونې هغه ګمانونه لا تقویه کوي، چې کیدای شي امریکا متحد ایالات یو وار بیا د ایران د نفتو پر خرڅلاو بندیز ولګوي.

مایک پنس وویل چې امریکا به نور له ایران سره «ناورین زیږدونکی اټومي تړون» تائید نه کړي. هغه ایران د ترهګریرۍ مهم ملاتړ کوونکی هیواد وباله او وی ویل چي امريکا به نور په سیمه کې د دې هیواد بی ثباته کونکي فعالیتونه ونه زغمي.

 د امریکا متحدو ایالتو ولسمشر دونالد ترمپ چې په وار وار سره یې له ایران سره د اټومي موافقې په هکله خپل مخالفت څرګند کړی دی، د ۲۰۱۸ م کال په جنوري میاشت کې یې پر ایران د لګول شویو بندیزونو لیري کول د وروستي ځل له پاره د ۱۲۰ ورځو له پاره تمدید کړ.

ترمپ په عین وخت کې اروپا ته ګواښ وکړ چې که د موافقتنامې متن اصلاح نه شي، نو امریکا به له هغې څخه ووځي. دغه ۱۲۰ ورځنې ضرب الاجل د می میاشتې پر ۱۱ نیټه پای ته رسیږي.

ترمپ دغه موافقتنامه تر ټولو خرابه موافقتنامه ؤ بلله او ویی ویل چې د ایران له خوا د موافقتنامې د نقضولو ډیر موارد وجود لري.

امریکایې شنونکي جومک مونیګل، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د مایک پنس څرګندونې د دې ښکارندویې کوي چې د ترمپ حکومت په می میاشت کې د ټاکل شوي ضرب الاجل تر پوره کیدو وروسته، یو وار بیا د بندیز لګولو په مسیر کې قرار لري.