1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ناروې دې نړۍ ته د طالبانو په نيږدې کولو کې مرسته وکړي»

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۱ بهمن ۷, جمعه

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د دغه وزارت د سرپرست او د ناروې د سفارت د شارژدافير د ليدنې کتنې خبر ورکړی دی. د ناروې شارژدافير په دې ملاقات کې د ښځو پر زده کړو او کار د لګولو شويو محدوديتونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4Mnh6
آرشيف انځور: ناروې کې د طالب چارواکو ليدنه کتنه
آرشيف انځور: ناروې کې د طالب چارواکو ليدنه کتنهانځور: Stian Lysberg Solum/NTB/REUTERS

د دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې لیدنه کتنه کې دواړو لوريو د بشري مرستو پر دوام، امنيت، پراختيايي همکارۍ او پر سياسي موضوعاتو خبرې وکړې.

د خبرپاڼې په حواله متقي په دې ملاقات کې ويلي دي چې ځيني هيوادونه اوس هم پر دې ډلې د فشار اچولو پر انتخاب باور لري. خو د هغه په خبره تاريخ ښوولې ده چې په افغانستان کې د فشار اچولو لارې نتیجه نه ده لرلې. نوموړي ټینګار وکړ: «اوس باید له يو بل سره په همکارۍ مخکې ولاړ شو.»

افغان نجونو ته د آنلاين زده کړو شرايط برابر دي؟

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ناروې د سفارت د شارژدافير له قوله ويلي دي چې هيواد یې له افغانستان سره اوږده مهاله اړيکو ته ليوال دی او هڅه کوي چې له افغانانو سره مرسته وکړي.

خو د ناروې شارژدافير په خپله تويتر پاڼه کې ليکلي دي چې د بهرنيو چارو او اقتصاد د وزارتونو له سرپرستانو سره په ليدنه کتنه کې یې له طالبانو څخه د ښځو پر کار او زده کړو د بندیزونو لېرې کولو غوښتنه کړې ده. هغه ليکلي دي: «نن مې په کابل کې د بهرنيو چارو له وزير متقي او د اقتصاد له وزير حنيف سره وليدل. له »دفاکتو« ادارې څخه غوښتنه وشوه چې ښځو او نجونو ته زده کړو د لاس رسي او په بهرنيو غير دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار د بندیز د لغوه کولو زمینه برابره کړي.»

سوداګري ښځې د خپل شغل د له لاسه ورکولو اندېښنه لري

نوموړي زياته کړې: «ناروې د دې مسئلو د حل کولو له پاره ژمن دی چې تعامل ته دوام ورکړي.»

متقي د ناروې د سفارت مشر ته ويلي: «د نړۍ او افغانستان د نزدې کولو هڅه بايد وشي او د ناروې هيواد په دې برخه کې ښه تجربه لري او کولی شي چې نقش پکې ولوبوي.»

د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ يوه هيواد په رسميت نه دی پيژندلی. که څه هم چې طالبان له نړيوالو سره د نزدې کيدو او تعامل په لټه کې دي، خو په دې وروستيو کې د ښځو پر وړاندې پورته کړل شوي کلک ګامونه، په ځانګړي توګه له زده کړو او کار څخه د نجونو او ښځو منع کولو دغه ډله نوره هم منزوي کړې ده.