1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمد بن سلمان: که اړتیا وه موږ هم اتومي بم جوړوو

۱۳۹۶ اسفند ۲۵, جمعه

د ریاض او تهران تر منځ اړیکي نوري هم پر سړېدو دي. د سعودي عربستان ولیعهد ویلي دي که چیري ایران خپل اتومي پروګرام د پوځي موخو له پاره استعمال کړي، نو دوی به هم اتومي بم جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/2uQiv
Saudi-Arabien Prinz Mohammad bin Salman al-Saud
انځور: picture-alliance/AA/Bandar Algaloud/Saudi Royal Council

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، تهران ته سخت ګواښونه کړي دي: «سعودي عربستان نه غواړي کوم اتومي بم ولري، خو په دې کې هیڅ شک نه شته چې که چیرې ایران یو اتومي بم جوړوي، نو موږ به هم څومره ژر چې امکان ولري دغه کار وکړو.»

خبري آژانسونو دغه خبرې له هغې مرکې څخه راخیستي دي چې دي محمد بن سلمان له امریکایي تلویزوني چینل سي بي اس، سره کړې ده او په پام کې ده چې بشپړه مرکه ژر خپره شي.

له هتلر سره پرتله کول

د سعودي ولیعهد په منځني ختیځ کې د ایران د روحاني مشر آیت الله خامنه اي، د قدرت لمن د پراخیدو سیاست هماغه سیاست ته ورته بولي چې یو وخت هتلر په اروپا کې تر لاسه کړی وو. د هغه په خبره خامنه اي، غواړي «په منځني ختیځ کې خپله پروژه داسې تعقیب کړي، لکه هتلر چې هغه مهال پراخول غوښتل». د هغه په خبره ډیر هیوادونه هغه مهال د هتلر له لوري رامنځ ته کیدونکی خطر کم اټکل کړ، خو «زه نه غواړم چې په منځني ختیځ کې دغه کار وشي.»

سي بي اس، د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد سره تر سره شوې دغه بشپړه مرکه خپروي. په پام کې ده چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ محمد بن سلمان، په سپینه ماڼۍ کې د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره وویني. واشنګټن او ریاض په ۲۰۱۷م کال کې د ترمپ د کاري دورې له پیلیدو راهیسې یو بل ته بیا ډیر نزدې شوي دي.

د ترمپ له پاره مهم شریک

ترمپ سعودي عربستان ته د خپل ګډ دښمن ایران پر وړاندې د یوه مهم شریک په سترګه ګوري. د متحده ایالاتو ولسمشر نه یوازې پر ایران باندي د سوریې او یمن په کړکیچونو کې د خپل نقش له کبله تور لگوي، بلکې له ایران سره شوی اتومي تړون هم ردوي. د باراک اوباما، د ولسمشرۍ پر مهال له ایران سره د اتومي پروګرام په هکله یو تړون لاسلیک شوی وو.

محمد بن سلمان تر وليعهد ټاکل کېدو وروسته خپل دريم بهرنۍ سفر امريکا متحدو ايالاتو ته کوي. د روانې میاشتې په سر کې هغه لومړی مصر او بیا بریتانيا ته سفر کړی وو. هغه په سعودي عربستان کې اساسي اصلاحات پیل کړي دي.

زموږ له آرشیف څخه: