1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسوده: «د بيت المقدس د مقام هر تغير ناچله دی»

۱۳۹۶ آذر ۲۶, یکشنبه

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غړي هیوادونه به د بیت المقدس د مقام په هکله یوې قطع نامې ته رایه ورکوي. دغه قطع نامه د امریکا له لوري د دې مقدس ښار د سیاست د بدلون پر وړاندې تر ټولو تازه نړیواله نیوکه ده.

https://p.dw.com/p/2pVWn
Jerusalem - Tempelberg nach Trumps Jerusalem-Entscheidung
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Schalit

دشنبې په ورځ د رسنیو په حواله د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پام کې لري چې په دې اونۍ کې د یوې داسې قطع نامې له پاره رایې واچوې چې په واسطه یې د بیت المقدس په هکله هر راز قانوني بدلون به بې اعتباره شي او په دې ډول غواړي هر ډول بدلون بیرته اصلي حالت ته واړوي.

په داسې حال کې چې په دې قطع نام کې د امریکا متحده ایالاتو نوم نه دی ذکر شوی، د مصر لخوا وړاندیز شوې قطع نامه چې د فرانسې خبري آژانس او رویترز هم لیدلې، د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر له لوري د اسرائلیو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس يا يروشلم د رسمي پیژندلو پریکړې پر خلاف د نړیوالې ټولنې یو ستر مخالف عکس العمل دی. ولسمشر ترمپ همدا راز امریکايي چارواکو ته امر کړی چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لیږد چارې هم پیل کړي.

په دې قطع نامه کې راغلي چې «د بیت المقدس د سپیڅلي ښار په هکله هر ډول پریکړې، اقدامات کوم چې د دې ښار حالت، شکل او ډيموګرافيک جوړښت ته بدلون ورکوي، هیڅ راز قانوني اغیز نه لري او بې اعتباره دي او باید د امنیت شورا د مربوطه قطع نامو له لارې رد کړل شي.»

قطع نامه همدا راز له هیوادونو غواړي چې د امنیت شورا د پخوانیو قطع نامو په اساس کوم چې بیت المقدس د یو داسې ښار په توګه پیژنې چې د اسرائیلو او فلسطینایانو ترمنځ ویشل شوی دی، باید د نړۍ هیوادونه په بیت المقدس کې د سیاسي نمایندګیو له جوړولو ډډه وکړي او که چیرته دغه اقدام وشي نو دا د نړیوالو قوانینو ماتول دي.

د امنیت شورا رایه او ویټو؟

دغه یوه پاڼه قطع نامه د شنبې په ورځ د امنیت شورا د ۱۵ غړو هیوادونو ترمنځ لاس په لاس شوې ده. اوس تمه کیږي چې دوی به په راتلونکې اونۍ کې یا د دوشنبې په ورځ په دې هکله پر یوې قطع نامې باندې خپلې رایې وکاروي. د دې اقدام د ملاتړ له پاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ټولو ۱۵ غړو څخه د ۹ مثبتو رایو ګټل لازم دي تر څو دغه قطع نامه عملي شي. سربیره پر دې په دې هکله باید د امنیت شورا د پنځو دایمې غړو لکه امریکا متحده ایالات، فرانسه، بریتانیا، روسیه او چین له لوري هیڅ ویټو رایه ونه کارول شي.

د ملګرو ملتونو دپلوماتانو هیله څرګنده کړې چې د شورا زیاتره غړي به یادې قطع نامې ته مثبته رایه وکړي. دوی همدا راز په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د استازې نیکي هالي له لورې دې قطع نامې ته د ویټو د رایې امکان هم څرګند کړ. نوموړې تر دې مخکې د ترمپ پریکړه با انصافه او ترسره شوی سم کار یاد کړی دی.

که چیرته د امنیت شورا دغه وړانديز شوې قطع نامه رد کړي، نو په دې صورت کې بیا دغه څه د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته د رایې اچونې له پاره لیږل کیږي. په عین وخت کې فلسطین بیا د لا ډیرې سخې قطع نامې غوښتنه کړې ترڅو امریکا دغه اقدام بې اعتبار کړي.

د اندونیزیا په جکارتا کې مظاهرې

فلسطینیان او په نړیواله کچه د دوی پلویانو بیا د ترمپ د پریکړې پرخلاف سړکونو ته راوتلې او د امریکا د دې اقدام پر ضد یې مظاهرې کړي دي. د یکشنبې په ورځ د اندونیزیا په پلازمینه جکارتا کې له ۸۰ زرو ډیر اندونیزیایان سړکونو ته راووتل او د دې پرکړې پرخلاف یې شعارونه ورکول.

د اندونیزیا د علماوو شورا سکرتر جنرال انور عباس د لاریون ګډونوال ته په خپله وینا کې په دې هکله وویل چې: «موږ له ټولو هیوادونو غواړو چې د ولسمشر دونلد ترمپ لخوا د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د پیژندلو دغه یو طرفه او ناقانونه پریکړه رد کړي.» اندونیزیا د نړۍ په کچه د مسلمانانو تر ټولو لوی کور دی.

بیت المقدس چې د مسلمانانو، عیسویانو او یهودانو له پاره یو مقدس ښار دی، د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د ۱۹۴۸م کال راهیسې ویشل شوی دی. په ۱۹۶۷م کال کې د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې اسرائیلو د دې مقدس ښار ولکه له فلسطینیانو څخه په خپل لاس کې ونیوله. په عین وخت کې ملګري ملتونه دغه ښار د اسرائیلو د نه ویشل شوې پلازمینې او د اسرائیلو د خاورې برخه نه ګڼي.

سربیره پر دې ملګري ملتونه ټنیګار کوي چې د بیت القمدس «یورشلم» مقدس ښار په موقف کې هر راز بدلون باید د خبرو لارې رامنځ ته شي. دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلو ټول بیت المقدس د خپل حکومت پلازمینه اعلان کړې او فلسطینیان ادعا لري چې د بیت المقدس شرقي برخه د دوی د راتلونکي خپلواک حکومت پلازمینه ده.