1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرف د ناروغۍ له کبله محکمې ته حاضر نه شو

مسعود جهش «آژانسونه»۱۳۹۲ دی ۱۲, پنجشنبه

د پاکستان پخوانی پوځي مشر پرویز مشرف، محکمې ته د تلو په حال کې د «زړه له ستونزو» پیدا کړي او بیا یوه روغتون ته لیږدول شوی دی. مشرف هیواد ته د خیانت کولو تر څنگ په نورو درنو جرمونو تورن دی.

https://p.dw.com/p/1AkED
انځور: Reuters

تر دې مخکې ۷۰ کلن مشرف دوو نورو محکمو ته هم نه وو حاضر شوی. په دغو محکمو کې د هغه د نه حضور اصلي لامل امنیتي گواښونه په گوته شوي ول. د وروستي ځل له پاره مشرف د یوه خاص قضایي هیات پر وړاندې حاضریده. خو چارواکي وایي چې د محکمې په لار کې مشرف د «زړه له ستونزو» سره مخامخ شو او بیا روغتون ته ولیږدول شو.

پر مشرف باندې له ۱۹۹۹ کال څخه بیا تر ۲۰۰۸ کال پورې بیلابیل تورونه لګول شوي دي. په دغو تورونو کې له هیواد سره خیانت هم شامل دی چې د ثابتیدو په صورت کې کیدای شي مشرف ان د اعدام او یا هم عمري بند له سزا سره مخامخ شي.

د پاکستان د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي جان محمد، په اسلام آباد کې محکمې ته وویل چې مشرف محکمې ته د راتلو پر مهال ناروغه شو او له همدې کبله د محکمې پر ځای روغتون ته ولیږدول شو. محمد روښانه کړه: «هغه [مشرف] د وسله والو ځواکونو د زړه د ناروغیو انستیتیوت ته ولیږدول شو ځکه هغه ته د زړه ستونزې پیدا شوې.»

مشرف ته یوه نږدې وګړي د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه پخواني پوځي مشر اوس په «ښه حالت کې نه دی».

له تبعید څخه ستنید

پرویز مشرف د ۱۹۹۹ کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان د هغه وخت لومړی وزیر د یوې کودتا په پایله کې له واکه گوښه کړ او په خپله یې د ۲۰۰۸ کال د اگست تر میاشتې پورې د پاکستان چارې په لاس کې لرلې.

د مشرف د حکومت په وروستیو کلونو کې د هغه اړیکې له اپوزیسیون او قضایه قوې سره ستونزمنې شوې. هغه د دغو ستونزو د له منځه وړلو له پاره د ۲۰۰۷ کال په نومبر میاشت کې د پاکستان اساسي قانون لغوه کړ، پارلمان یې منحل اعلان کړ او د قضایه قوې ډیر شمیر لوړپوړي چارواکي یې له دندې څخه گوښه کیدو ته اړ کړل.

خو د مشرف دغو کړو په پاکستان کې ډیرې نیوکې راوپارولې چې په پای کې د هغه د استعفأ سبب شوې. له واکه څخه تر گوښه کیدو وروسته مشرف څو کاله له پاکستان څخه بهر په تبعید کې وخت تیر کړ او د روان کال په مارچ میاشت کې په ټاکنو کې د گډون په موخه بیرته پاکستان ته ستون شو. دا په داسې حال کې ده چې مشرف په ټاکنو کې د خپل ځان د نومولو اجازه ترلاسه نه کړه.

پر مشرف باندې ډیر تورونه لگول شوي دي. هغه د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو، د قتل په دوسیه کې هم تر څیړنو لاندې دی. تر دې مخکې مشرف ډیر وخت په نظر بندي کې تیر کړ، خو هغه اوس په ضمانت آزاد شوی دی. که څه هم مشرف اوس نظر بند نه دی خو په اسلام آباد کې د هغه کور اوس هم تر سختې څارنې لاندې دی ځکه ویل کیږي چې افراطي اسلامپاله یاغیان غواړي مشرف ووژني. پر دې سربیره مشرف اوس له پاکستان څخه د وتلو اجازه هم نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب