1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشعل: د ربانې د وژونکو په اړه مو پاکستان ته معلومات ورکړي

۱۳۹۰ مهر ۹, شنبه

د افغانستان استخباراتي ادارې د شنبي په ورځ وویل چې پاکستان ته یې داسې قوي شواهد په لاس ورکړي چې ښیې د رباني د مړیني پلان د پاکستان په کویته کې جوړ شوی وو. دا هغه سیمه ده چې ویل کیږی د طالبان مهم غړي په کې میشت دي.

https://p.dw.com/p/12kHY
د افغانستان د استخباراتي اداري ویاند
د افغانستان د استخباراتي اداري ویاندانځور: DW

طالبانو لا تر اوسه پوري هم د رباني د وژلو پړه پر غاړه نه ده اخیستي. رباني د افغانستان پخوانۍ ولسمشر وو چی په ورستیو کې یې د سولې د عالي شورا مشرۍ پر غاړه درلوده.

ربانې د یوه ځانمرګي برید کونکي لخوا هغه مهال ووژل شو چې په خپل پګړی کې ځاې پر ځاې شوی چاودیدونکې مواد وچاول. برید کونکي ځان د طالبانو استازی پیژندلی وو او ویلي يې وو چې د طالبانو له لوری رباني ته یو مهم پیغام لري.

د ربانې مړینې د افغان حکومت او متحده ایالاتو هغه هڅي چې غواړي د افغانستان لس کلني جګړي ته یو سیاسي د حل لاره پیدا کړي د ستونزو سره مخامخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان استخباراتي ادارې ویلې دي چې د رباني مړینه د طالبانو لخوا په کویټه کې پلان شوي وو چېري چې ویل کیږي د طالبانو مشران میشت دي.

د افغانستان د استخباراني ادارې ویاند، لطف الله مشعل، د شنبي په ورځ یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د رباني د مړیني په هکله چې د هغه په وینا په پاکستان کې پلان شوي ده معلومات ورکړل. هغه وویل:

«هغه سیمه چې د رباني وژنه په کې پلان شوي د پاکستان په کویټه کې یو وړوکی ښار دی چې د ستلایت په نوم یاديږي.»

مشعل زیاته کړي چې د رباني د وژنې اصلی پلان کونکی یې نیولی دی:

«د رباني په وژني کې ښکیل یو کلیدي کس مو نیولی دی او هغه مونږ ته قوي شواهد په لاس کې راکړي چې دغه وژنه څرنکه او په کوم ځای کې پلان شوي وه. مونږ دغه معلومات په کابل کې د پاکستان سفارت ته هم ورکړي دي.»

مشعل زیاته کړي ده چې د افغانستان استخباراتي اداري په کابل کې د پاکستان سفارت ته داسې اسناد ورکړي دي چې په کې د ستلایت په ښار کې د یوه کور ادرس، انځورونه او نقشه شاملي دي. مشعل زیاته کړي چې د پاکستان سفارت ته یې همداراز د هغو کسانو نومه هم ورکړي دي چې په دغه کور کې یې د رباني پر وژنې خبري کړي.

مشعل د هغه کس هویت چې د دوې لخوا نیول شوی دی افشا نه کړ او زیاته یې کړه چې د رباني د وژني نور جزییات به هغه کمیسیون چې د رباني د وژنې د څیړلو په موخه جوړ شوی دی، ورکړي.

کله چې د مشعل څخه وپوښتل شو چې ایا د پاکستان حکومت به د معلوماتو څخه په استفادې سره کوم کار تر سره کړي او که نه، هغه دغه پوښتنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د رباني د وژنې د څیړلو کمیسیون ته راجع کړه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی