1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مطبوعات: پاکستان د خپلو شاګردانو په لومو کي

۱۳۹۰ شهریور ۷, دوشنبه

د افغانستان مطبوعاتوپه نني ګڼوکي د خپل هيواد سياسي، امنيتي او ټولنيزو ستونزو ته د کتني سربيره، د اونی په پيل کی چترال کي پر پاکستاني سرتيرو د وسلوالو طالبانو حملي تر تبصرولاندي نيولي دي او وايي: څه چي کري هغه به ريبي

https://p.dw.com/p/12PBV
د افغانستان مطبوعات
د افغانستان مطبوعاتانځور: DW

د  پلازمینې کابل چاپ ډیری و رځپاڼو په خپلو ننۍ  ګڼو کې د بیلا بیلو موضوع ګانو په اړه لیکنې خپرې کړي دي.
خود کوچني  اختر په مناسبت د لیکل سویو مطالبو غټ ټکي په زیږو کرښو کښل سوي دي.

د خدمتګار په نامه خپلواکې ورځپانې د پاکستان په چترال سیمه کې د هغه ملک د پولیسو او فوځیانو پر پوستو د وروستي مرګوني برید د انګیزې او پایلو په اړه یوه  لیکنه خپره  کړي ده.

خدمتګار لیکلي چې د پاکستان  جګړه د طالبان واک کموي او هغه په دې مانا چی کله طالبان  د پاکستان په خاوره کې پر پوځی اهدافو بریدونه وکړي له دې سره جوخت یی یو شمیر  سیمه ایزمشران چې پاکستان یې د ځای زیږي په اړه  معلومات لري د استخباراتي مامورینو له لوري ونیول سي.

خدمتګار په چترال کی د دغه خونړۍ برید په اړه چې د کابل او اسلام آباد تر  منځ یې بیا اړیکي څه  نا څه خړي پړي کړي دي، لیکلي، چې که له یوه لوري دغه  ډول بریدونه  طالبانو ته ناوړه پایلي لري له بل لوري د پاکستان د دولت د ضعیفه کولو لامل  هم ګرځي.

خدمتګار ورځپاڼه برعکس د پاکستان په خاوره کی د طالبانو د بریدونو پراخ والی د افغان دولت په ګټه  بولي او لیکي چې په دې کار سره د طالبانو زور په افغانستان کی اوبه کیږي.

ځکه د هغوي د جګړې مخه پاکستان ته اوړي او هغه طالبان چې له پاکستاني طالبانو ملاتړ  تر لاسه  کوي په افغانستان کی یوازي پاتي کیږي.

له کابل  څخه یوې بلي خپریدونکې ورځپاڼي  سرنوشت بیا په افغانستان کې د امریکې د دایمي هډو د جوړیدو  د پلان په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .

سرنوشت د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز له مشر غلام جیلاني ځواک څخه په حواله کاږي چې دغسي هډې به د افغانستان ټیکاو ته لا ډیر  ګواښ متوجه کړي.

سرنوشت لیکي د دې پر ځای  چې دلته امریکایي پوځي هډې جوړې سي باید موجوده ولسواکي پیاوړې کړو تر څو افغانان په خپله د خپل  ملک  مسؤلیت ته اوږه ورکړي.

سرنوشت د امریکې دغه پلان چې غواړي په افغانستان کی دایمي قرارګاوي ولري د افغانستان د نیواک په مانا بولي.
د ماندګارې په نامه یوې بلې ورځپاڼې بیا په افغانستان کی د وزګارتیا او وچ کالۍ  په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې په یوه برخه کې  یې راغلي: وچ کالي اوس تر هرې  بلې مسلې ډيره خطرناکه ده ځکه د روان حالت دوام کولای سي چې په افغانستان کې انساني  ناورین رامنځ ته کړي.

ماندګار لیکي د وچکالۍ له امله اوزګارتیا او لوږه رامنځ ته کیږي  او کله چې دغه عوامل سره یو ځای سي دا په خپله نا امني زیږوي.ورځپاڼه په افغانستان کی د بشري مرستو په برخه کې د نړیوالې ټولني د سم په نیمایې  بودجې کمښت د افغانانو لپاره یو ډير بد پیغام بولي.

همدا راز د  چراغ په نامه یوې  بلي ورځپاڼي بیا د  اختر  د را رسیدو او د یو شمیر  کورنیو له لوري د دغو مذهبي مراسمو د لګښتونو په اړه یوه تحلیلی  لیکنه خپره  کړي ده .د  چراغ د  سرمقالي لیکوال ليکي یو شمیر افغانې  کورنۍ د یوې مړۍ ډوډې  په موندلو ندي قادر په داسې حال کې چې یو شمیر کورنۍ بیا د تجملي وسایلو او اختریزو توکو د را نیولو لپاره په لسګونو زره افغانۍ لګوي.

ارادې خپلواکۍ د خپرونې په پآڼو کې هم ډیری موضوع ګاني د اختر په اړه کښل سوي دي.
په یوه مطلب کې  کوچنی  اختر د مسلمانانو پسرلي ته ورته بلل سوی چې له یوې  اوږدې مبارزې او آزموینې  وروسته را ورسیده.د ارادې لیکوال د اختر جشن په نیک  فال نیسي او هیله څرګندوي چې نور د افغانانو وینه تویدنه بنده سي  او هیڅ یوه افغانه کورنۍ د خپلو  عزیزانو درد  او غم و نه ویني.

 کابل/ میرویس جلالزی
کتونکی: عبدالباری حکِم