ملا رسول ډله: د هيبت الله مشرتوب نه منو
۱۳۹۵ خرداد ۵, چهارشنبهد ملا محمد رسول، په مشرتوب د طالبانو ډلي د نوي مشر ملا هیبت الله اخندزاده، پر ضد د مخالفت خبره کړې ده.
د دغې ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازي، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ به هغه د نوي مشر په توګه و نه منو مګر دا چې ټول دیني او قومي مشران سره کښېني او نوی مشر وټاکي. »
ملا محمد رسول تر دې مخکې د طالبان د پخواني مشر ملا منصور مشري هم نه وه منلي او هغه یې د پاکستان استخباراتي سازمان ته تزدې بللی وو.
د ملا رسول جنگيالیو حتي په شينډنډ ولسوالۍ کي د ملا منصور له ډلي سره څو مياشتي دمخه داسي جگړه وکړه چي د راپورونو له مخي پکښې په لسونو جنگیالي له دواړو اړخونو څخه ووژل شول.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو پخواني وزیر ملا محمد غوث، بیا د هیبت الله، ګومارنه ستایلي ده او هغه یې یوه ډیره ښه پریکړه بللې ده.
غوث ویلي دي چې اخندزاده د طالبانو په منځ کې ډیر قدر لري او کیدای شي چې د طالبانو له یووالي سره مرسته وکړي.
دا په داسي حال کې ده چي په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له خوا په هغه خپره شوې خبرپاڼه کې چي خبريالانو ته رسېدلې ده، راغلي ول چې ملا هيبت الله اخندزاده د طالبانو د رهبرۍ شورا په سلا ټاکل شوی دی.