1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو پر ښځو د طالبانو محدودیتونه و غندل

۱۴۰۱ دی ۷, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر بشپړ، مساوي او معنی لرونکي مشارکت ټينګار کولو سره د طالبانو د حکومت له خوا په پوهنتونونو کې د ښځو پر تعلیم او مرستندویه سازمانونو کې پر کار کولو بندیز غندلی دی.

https://p.dw.com/p/4LTVb
USA UN-Sicherheitsrat
انځور: Loey Felipe/UN Photo/Xinhua/IMAGO

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د نجونو او ښځو د بشپړ، مساوي او معنا لرونکي مشارکت غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ کسیزې ډلې د رایو په یووالي سره یوه اعلامیه تائیده کړې. په اعلامیه کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې د متوسطې او لیسې دورو او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز«بشري حقونو ته د درناوي او بنسټیزو آزادیو په لمنځه تللو کې د زیاتوالي نښه ده.»

امنیت شورا ویلي دي چې له دې محدودیتونو سره به په دغه هیواد کې د بشري مرستو په فعالیتونو کې ښکیلو ډلو د هغو له جملې څخه د ملګرو ملتونو په ګدون سازمانونو باندي هم ناوړه اغیزې وکړي.

راپور: طالبان د نجونو د تحصيل په هکله خپل ترمنځ همنظره نه دي

طالبانو د شنبې په ورځ په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. هغوی د خپل دغه اقدام د توجه کولو له پاره استدلال کړی چې ځينو ښځو شرعي حجاب نه مراعتاوه. طالبانو د پوهنتونونو په ګډون تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم هم بندیز لګولی دی.

د ښځو پر تعلیم بندیز له ولس سره د کړو ژمنو خلاف عمل دی

طالبانو په اکثرو مسلکونو کې د ښځو پر کارکولو بندیز لګولی دی او په عامه ځایونو کې یې ښځو ته په بشپړ ډول د شرعي لباس اغوستلو امر کړی دی. پارکونو او ورزشي تالارونو ته هم د ښځو پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.

امنیت شورا په خپله اعلامیه کې ویلي دي: «دغه بندیزونه د طالبانو له خوا له افغان ولس سره د کړو ژمنو او همدارنګه د نړیوالې ټولنې له توقعاتو سره په ټکر کې دي.»

 طالبانو د پوهنتونونو په ګډون تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم هم بندیز لګولی دی.
طالبانو د پوهنتونونو په ګډون تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم هم بندیز لګولی دی.انځور: WAKIL KOHSAR/AFP

امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له سیاسي ماموریت «یوناما» سره د خپل بشپړ ملاتړ جاري ساتلو ژمنه وکړه.

په سلګونو زره افغانانو ته د بشري مرستو رسونکو څلورو سازمانونو د یکشنبې په ورځ وویل چې له دې امله خپل فعالیتونه دروي چې بې له ښځو کارمندانو څخه خپل پروګرامونه نه شي عملي کولی.

طالبان څه ډول یو تحصیلي نظام غواړي؟

مخکې تر دې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ماموریت خبرداری ورکړی و چې دا ډول تګلارې به ویرونکي پایلې ولري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي پر ښځو او مرستندویه ادارو کې د دوی پر کار کولو بندیز خواشینونکی بللی او په یوه تویت کې یې لیکلي: «دا د انساني حقونو د نه منلو وړ سرغړنې دي او باید ختم کړای شي.»

نوموړي زیاته کړه: «له صحنې څخه د ښځو او نجونو ایستل او د خاموشه کولو اقدامات یې د افغان ولس د استعدادونو له پاره ستر زیان او لوی ټکان دی.»

د طالبان له تګلارو څخه په ټولنه کې د بې ثباتۍ ویره

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسار وولکر ترک، په یوه اعلامیه کې ویلي: «هیڅ هیواد پر خپل نیم نفوس د بندیزونو په لګولو سره په ټولنیز او اقتصادي ډول پرمختګ نه شي کولی، بلکې په حقیقت کې خپل موجودیت هم نه شي ساتلی.»

هغه زیاته کړه: «پر ښځو او نجونو دا د نه منلو وړ لګول شوي بندیزونه، نه یوازې د ټولو اتباعو له پاره په کړاونو کې زیاتوالی رامنځته کړي، بلکې زه ویره لرم چې له دې سره د افغانستان سرحدونه هم په خطر کې کيږي.»

وولکر ترک، وویل چې دا ډول تګلارې افغان ټولنه د بې ثباتۍ له خطر سره مخامخ کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز