1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: ایران په یمن کې د وسلو بندیز نقض کړی دی

۱۳۹۶ دی ۲۳, شنبه

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر ایران تور لګولی دی چې په یمن کې شعیه حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي. له همدې امله ویل کیږي چې دغه هیواد، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وسلو له بندیز څخه سرغړونه کړې.

https://p.dw.com/p/2qnW8
Jemen schießt ballistische Rakete auf Saudi-Arabien
انځور: Reuters/Houthi War Media

د ملګرو ملتونو د څارونکو یوې ډلې د تیر کال په دسمبر میاشت کې سعودي عربستان ته سفر وکړ، تر څو د هغو راکیټي بریدونو په اړه څیړنه وکړي چې د می، جون، جولای، نوامبر او دسمبر په میاشتو کې په یمن کې د حوثي یاغیانو له خوا د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ترسره شوي ول.

د دې رپوټ پر بنسټ څارونکو معلومه کړې ده چې د دغو توغندیو پارچې، نظامي تجهیزات او بی پيلوټه الوتکې د ایران ساخت دي او پر یمن د وسلو تر بندیز وروسته دغه هیواد ته انتقال شوي دي.

د دغو کارپوهانو له خوا په ۷۹ مخیز رپوټ کې ویل شوي، دوی تصور کوي چې«د ایران اسلامي جمهوریت د ۲۲۱۶ پریکړه لیک ۱۴ ماده نقض کړې ده».

ایران دغه تورونه ردوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۰۱۵ م کال کې د حوثي یاغیانو پر وړاندې د وسلو بندیز اعلان کړ. روسیه چې ټولو ښکیلو خواو له پاره یې د بندیز غوښتنه کوله، دې پریکړه لیک ته رایه ور نه کړه. ایران د حوثي یاغیانو نظامي ملاتړ او دوی ته د وسلو ورکول ردوي او پر امریکا متحده ایالاتو تور لګوي چې د دغو تورونو اړوند یې جعلي شواهد وړاندې کړي دي.

د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې پوځي ائتلاف چې د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړ څخه برخمن دی ایران له یمن څخه پر سعودي عربستان د راکیټي بریدونو په برخه کې مسئول بولي. تر لومړي توغندیز برید وروسته دغه ائتلاف د یمن پر ضد بندیزونه نافذ کړل. د مرستندویه سازمانونو د رپوټونو پر بنسټ دا کار په دې هیواد کې د بشري وضعیت د خرابیدو سبب شو.

نه ختمیدونکو رنځ

د یمن د کورنۍ جګړې تر شا د سیمه ایزو قدرتونو ایران او سعودي عربستان یوه نیابتي جګړه جریان لري. د کله راهیسې چې سعودي عربستان د ۲۰۱۵ م کال په مارچ میاشت کې په دې جګړه کې ښکیل شوی دی، په یمن کې تر ۸۷۵۰ ډیر انسانان وژل شوي او په لسګونه زره نور ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان په خبره تر ۸ میلیونو ډیر انسانان بی له مستقيمو مرستو د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.

Jemen Cholera
د یمن اوسیدونکي له راز راز ستونزو سره لاس او ګریوان ديانځور: picture-alliance/AP Photo/H.Mohammed

بل لور ته اروپایې اتحادیې او آلمان اعلان کړی دی چې د ایران د اټومي موافقې په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بیانیه به تر توجه لاندې ونیسي او په عین وخت کې یې ټینګار کړی دی چې ځان په اغیزمن او بشپړ ډول د دغې موافقتنامې عملي کیدو ته ژمن بولي.

 د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د جمعې په ماښام د ترمپ تر څرګندونو څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې دغه هیواد به د ایران د اټومي موافقې په اړه د ترمپ څرګندونې تر نظر لاندې ونیسي او برلين به له خپلو اروپایې متحدینو سره د یوه ګډ دریځ په هکله بحث او مشورې وکړې.

همدارنګه د اروپایې کمیسیون یوه ویاند تیره شپه په بروکسل کې وویل چې اروپایې اتحادیه به د ایران د اټومي موافقتنامې په اړه د امریکا د ولسمشر بیانیه تر توجه لاندې ونیسي.

د دغه ویاند په خبره اروپایې اتحادیه به په لومړي سر کې د بریتانیې، فرانسې او آلمان سره چې له ایران سره په اټومي تړون کې یې ګډون درلود او وروسته به د دغې اتحادیې له نورو غړو سره د امریکا د دولت تصمیم تر ارزونې لاندې ونیسي.

خو د اروپایې کمیسیون ویاند همدارنګه ټینګار وکړ چې اروپایې اتحادیه ځان له ایران سره د اټومي موافقتنامې په برخه کې په بشپړ او اغیزمن ډول ژمن بولي.