1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: غزه د قحطۍ له خطر سره مخامخ ده

۱۴۰۲ اسفند ۲۸, دوشنبه

د فلسطيني مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستې آژانس ويلي دي چې د غزې تړانګه له قحطۍ سره د مخامخ کېدو په حال کې ده. د دې آژانس مشر په قاهره کې وویل چې دغه لوږه د «بشر د لاس» کار دی.

https://p.dw.com/p/4drvo
د فلسطينی مهاجرو د ملګرو ملتونو د مرستې آژانس مشر فيليپه لازاريني
د فلسطينی مهاجرو د ملګرو ملتونو د مرستې آژانس مشر فيليپه لازارينيانځور: Salvatore Di Nolfi/picture alliance/KEYSTONE

په داسې حال کې چې په غزې تړانګه کې داسرائيلاو حماس تر منځ جګړه اوس شپږمې مياشت کې داخله شوې ده، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په غزه کې لږ تر لږه ۵۷۶۰۰۰  کسان له قحطۍ سره د مخ کېدو په حال کې دي. دا د ټول نفوس څلورمه برخه تشکیلوي. دغه سازمان وايي لا ډېرو مرستو ته د لاسرسي پيدا کولو له پاره پر اسرائيل نړېوال فشارونه مخ په ډېرېدو دي.

د فلسطيني مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کارموندنې سازمان (UNRWA) مشر، فلیپ لازاريني، په قاهره کې د مصر د بهرنیو چارو له وزیر، سامح شُکري، سره په یوه مطبوعاتی کنفرانس کې وويل: «موږ د وخت سره په مبارزه بوخت يو او هڅه کوو چې په غزې تړانګه کې د خپرېدونکې لوږې او د ظهور په حال کۍ قحطۍ اغیزو مخه ونيسو.»

 لازاريني زیاته کړه چې بحران کیدای شي پر یوې مناسبې سیاسي حل لارې حل او مخه ېې راوګرځول شي، او په دې توګه کيدای شي غزې ته  د ځمکنیو بندرونو له لارې خوراکي مواد ورسیږي.

رويټرز د خوړو د خوندیتوب په برخه کې د آي پي سي په نوم یو بنسټ د څېړنې پر اساس ليکي چې، د غزې په شمال کې نژدې دوه په درېمه برخه کورنيو د تېرې یوې مياشتې په جریان کې لږ تر لږه لس ځله ټوله شپه او ورځ پرته له خوړو تېرې کړي دي.

د اونروا مشر دغه راز وويل چې د اکتوبر له ۷مې راوروسته په پيل شوې جګړه کې د دغه سازمان له ۱۵۰ ډېر تاسیسات ویشتل شوي، تخریب او یا په بشپړه توګه له منځه تللي دي. د رپوټونو مطابق پر اسرائيل د اکتوبر په ۷مه د حماس په تروریستي حمله کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.

رفح ته د م.م. چارواکي د سفر مخنیوی

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي وويل چې غوښتل ېې د غزې تړانګې رفح ښار ته سفر وکړي خو دغه غوښتنه ېې رد شوه ده: «ما قصد درلود چې نن رفح ته ولاړ شم، خو ماته یو ساعت مخکې خبر راکړل شو چې رفح ته د تګ اجازه نه راکول کیږي.» هغه دغه راز وويل: «موږ پر دې هم خبر یو چې له يو شمېر نيول شوي پرسونل څخه سخت تحقیقات شوي دي او له هغوی سره بد او له حقارت څخه ډک چلن شوی دی.»

د مصر د بهرنیو چارو وزير سامح شُکري په دې هکله وويل چې رفح ته د تلو د مخنیوي موضوع د مصر د حکومت مسئولیت نه دی. وزیر وویل: «ته د اسرائيل حکومت له خوا نه ېې منل شوی. دا ډول، د يوه لوړ مقام استازي د تګ مخنیوی یو بې مخينې اقدام دی.»

د اونروا د روابطو مسئولې جولیت توما، هم رفح ته د لازاريني د سفر د مخنیوي خبره تائيد کړې ده. هغې رويټرز ته وويل چې د اکتوبر له ۷مې پيل شوې جګړې راهیسې لازاريني څلور ځله د غزې تړانګې ته تللی دی. هغې دا هم وويل: «اسرائيلي چارواکو نن غزې ته د اونروا د عمومي کمشنر د تلو مخنیوی وکړ.»

د اروپايي اتحاديې غبرګون

اروپايي اتحاديې د دوشنبې په ورځ پر اسرائيل تور ولګاوه چې له قحطۍ او لوږې د جنګي وسلې په توګه کار اخلي. خو اسرائيل دغه ادعا رد کړې او وايي چې دوی پر ملکيانو بریدونه نه کوي بلکې یوازې د حماس ډلې له منځه وړل ېې هدف دی.

اسرائيل ويلي دي چې دوی پر رفح ښار چې مصر سره پر پوله پروت دی، د یوې حملې پلان لري تر څو ېې د حماس جنګياليو جرړې وېستلي وي.

د حماس وسله واله ډله پر نورو هېوادونو سربیره د امريکا متحده ايالاتو، آلمان، اسرائيل او اروپايي ټولنې له خوا د تروريستي سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب