1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استوګنې په نه وړ سیمې د غزې د بدلیدو ګواښ

۱۳۹۷ فروردین ۲۷, دوشنبه

د فتح او حماس تر منځ پخلاینه په سختۍ سره منل کیدای شي. د غزې اوسیدونکي چې له کلونو راهیسې د دغو دواړو سیالو ډلو د نښتو قرباني دي اوس د لوږي له ګواښ سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/2w6xU
Palästina Vor dem Marsch der Rückkehr in Rafah
انځور: picture-alliance/dpa/ZUMA Wire/APA Images/A. Amra

کامل ابو علی د غزې تراړې په شمال کې په جبالیه سیمه کې د «فلسطین بانک» د تړلو دروازو تر شا ولاړ دی. د هغه او د فلسطین د خودمختارې ادارې د ۶۰ زره نورو کارکوونکو معاشونه لا هم نه دي رسیدلي. په کور کې د هغه اووه ماشومان او د سرطان په ناروغۍ اخته میرمن ابوعلي ته سترګې په لار دي، خو دغه پلار بیا هم باید خالي لاس کور ته ستون شي.

د محمود عباس په مشري فتح ډلې په ۲۰۰۷ کال کې له حماس سره په جګړو کې غزه له لاسه ورکړه او له هغې مودې راهیسې حماس پر دې سیمې باندې کنترول لري. خو که څه هم عباس د دې سیمې کنترول له لاسه ورکړی وو، خو بیا یې د غزې د کارکوونکو معاشونه ورکول. خو له یوه کال راهیسې وضعیت بدل شوی دی.

د شپیګل انلان آلماني رسني په دې اړه په خپل یوه ځانګړي رپوټ کې لیکلي دي چې عباس د ۲۰۰۷ کال په اوړي کې پر حماس باندې د فشار اچولو په موخه د غزې تراړې د کارکوونکو معاشونه کم کړل. هغوی تیر کال کله د خپل معاش نیمه برخه او کله هم یو پر څلورمه برخه معاشونه ترلاسه کړي دي. خو دا چې د دې سیمې کارکوونکي دې هیڅ معاش ترلاسه نه کړي، یوه تازه خبره ده. ابوعلي چې د پولیسو کارکوونکی دی، باید د خپلو مصارفو پوره کولو له پاره خپل یخچال او د کالیو منځلو ماشین وپلوري. خو دا چې هغه به وروسته خپل قسطونه څرنګه ادا کوي او خپلې میرمنې ته به په کومو پیسو درمل رانیسې، لا روښانه نه ده.

په رام الله کې د خودمختار حکومت د شتمنیو وزارت تیره اوونۍ اعلان وکړ چې معاشونه د یوې فني ستونزې له کبله نه دي ورکړل شوي. خو فلسطینیان پر دې خبرو باندې اعتماد نه شي کولی. د مونستر پوهنتون د سیاسي علومو له څانګې څخه فارغ شوی اسامه عنتر، چې اوس په غزه کې د «فریدریش ابرت» په بنسټ کې کار کوي ډاډه دی چې دا د عباس نوی روش دی.

عباس د فتح او حماس تر منځ د پخلاینې خبرې اترې ناکامه بولي. عربي رسنیو د چهارشنبې په ورځ د عباس له یوه شپږ ورځني ضرب الاجل څخه خبر ورکړ. د دغه ضرب الاجل له مخې باید حماس یا د غزې تراړه د فلسطین خپلواکمنې ادارې ته تسلیم کړي او یا خو به دغه اداره د غزې تراړې ته د یوې یاغي سیمې په سترګه ګوري. اسامه عنتر وایي: «دا به د بانکي سیستم، اقتصاد، دولتي څانګې او په اصل کې د هر څه د له منځه تلو په معنی وي.»

د فلسطین خپلواکمنه اداره په غزې تراړه کې د دولتي کارکوونکو پر معاشونو سربیره د اوبو، بریښنا او درمل لګښتونه هم تمویلوي. عباس غواړي د دغو مرستو له قطع کولو سره حماس دې ته اړه کې چې د غزې کنترول د فلسطین خپلواکمنې ادارې ته وسپاري. د غزې اوسیدونکي له کلونو راهسیې د دغو دواړو ډلو له جګړو او د اسرائیلو له کړو وړو رنځیږي. د دې وضعیت له کبله رامنځ ته شوی سخت حالت سړی د غزې په واټونو کې هم لیدلی شي. په دې سیمه کې د بیکاري سلنه د ۵۰ او ۸۰ تر منځ ده. دا وضعیت د ملګرو ملتونو د اندیښنې لامل شوې دی. ملګرو ملتونو ګواښ کړی دی چې غزه کیدای شي چې تر ۲۰۲۰م کال پورې نور د «استوګنې وړ سیمه» نه وي.

ملګري ملتونه وایي چې د استوګنې نه وړ کیدو په سیمې د بدلیدو علایم همدا اوس هم ویني: په دې سیمه کې د ژوند شرایط ډیر زیات سخت دي ځکه د بیکارۍ کچه ډیره لوړه ده، د څښاک اوبو ته لاسرسی محدود دی او روغتیایي خدمتونو ته مناسبه لاسرسی نه شته.

د فلسطیني پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو د مرسته رسونې اداره یا UNRWA د غزې یو میلیون ۳۰۰ زره اوسیدونکو ته چې د دې سیمې ۷۰ سلنه نفوس جوړوي، د روزنې، خوراکي موادو، روغتیايي او درملو مرستې کوي. خو له دې سازمان سره د امریکا د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستو له کمیدو سره چارواکو ګواښ کړی چې کیدای شي نور دغه مرستې و نه شي کولای. که دا کار وشي نو په دې سیمه کې به قحطي حاکمه شي.