1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافغانستان

ملگري ملتونه: القاعده د طالبانو په جوړښت کې نفوذ کړی دی

۱۴۰۲ مرداد ۷, شنبه

ملگرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې د القاعده شبکې جنگیالي یو ځل بیا په افغانستان کې ځای پر ځای شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دغه رپوټ ناسم بللی دی.

https://p.dw.com/p/4UXBW
Afghanistan US-Soldaten
انځور: AFP/T. Watkins

له نن څخه څه باندې شل کاله مخکې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ ځواکونو په دې بهانه پر افغانستان برید وکړ چې په دغه هیواد کې د طالبانو حکومت د القاعده ترهگرې ډلې جنگیالیو ته پناه ورکړې ده. د ملگرو ملتونو د یوه رپوټ پر بنسټ اوس یو ځل بیا جهادیان په دغه هیواد کې ځای پرځای شوي دي.

طالبانو د القاعدې په هکله د بایدن وروستۍ خبرې د «حقیقت درک» بللي

له نیویارک څخه د المان خبري آژانس (dpa) د یوه رپوټ پر بنسټ په افغانستان کې د طالبانو له خوا یو ځل بیا د واک تر نیولو وروسته د القاعده ترهگرې ډلې د دغه هیواد په دولتي جوړښت کې په سیستماتیک ډول نفوذ کړی دی.

په هغه رپوټ کې چې همدا اونۍ د ملگرو ملتونو سازمان امنیت شورا ته استول شوی، ویل شوي: «د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د قدرت له ملاتړ څخه په استفادې، د القاعده غړي چې په قانون پلي کوونکو او عامه ادارو کې یې نفوذ کړی دی، د القاعده شبکې د هستو، چې په ټول هیواد کې خورې ورې موجودې دي، امنیت تضمینوي.»

دا چې طالبانو د دوحې په موافقتنامه کې ژمنه کړې ده چې هیڅ ترهگرې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د کوم بل هیواد پر ضد استفاده وشي، نو ځکه د القاعده شبکه عمدتاً په پټه په افغانستان کې فعالیت کوي. په همدې حال کې د طالبانو او القاعده ترمنځ اړیکې «ډیرې نږدې او يو پر بل متکي» باقي پاتې کیږي.

په رپوټ کې راغلي دي «دغه ډله له افغانستان څخه د نویو جنگیالیو د جذب او را ټولولو له پاره د خپل ایډیالوژیک او لوژيستیکي مرکز په توگه استفاده کوي، څو په مخفیانه ډول د خپلو بهرنیو عملیاتو د وړتیا پر بیارغونې کار وکړي.»

طالبان: د الظواهري مړی مو نه دی موندلی

ویل کیږي چې القاعده به په کونړ او نورستان ولایتونو کې د جنگي روزنې مرکزونه رامنځته کړي، څو له غیر افغاني یا بهرنیو جنگي ډلو سره همکارۍ ته زمينه مساعده شي.

د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یوولسمې ترهگریزو بریدونو په ځواب کې په همدې کال د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو پر افغانستان حمله وکړه. دغه نړیوال ماموریت د دې سبب شو چې د طالبانو واکمنۍ ته د پای تکې کیښودل شي، کوم چې د القاعده ترهگرو ته یې پناه ورکړې وه.

د نړیوالو ځواکونو دغه نظامي ماموریت په ډیره لوړه بیه تمام شو. په دې ترڅ کې په لسگونو زره ملکیانو او افغان امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړ، همدارنگه د ۲۴۶۱ امریکایي عسکرو په گډون په زرگونو نړیوال ځواکونه په کې ووژل شول. د ۲۰۲۱م کال د اگست میاشتې په پای کې وروستی امریکایي عسکر هم له افغانستان څخه ووت او نږدې ۲۰ کلونه وروسته له دې چې طالبانو په کابل کې واک ونیوه، د نړیوالو ځواکونو نظامي ماموریت پای ته ورسید. له افغانستان څخه په بیړه د امریکایي ځواکونو وتل په نړیواله توگه له انتقادونو سره مخامخ شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملگرو ملتونو د دغه رپوټ په ناسم بللو سره هغه رد کړی دی. مجاهد ویلي دي چې القاعده نور په افغانستان کې شتون نه لري او هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د کوم بل هیواد پر ضد استفاده وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص