1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: اسرائیل د مېشتځايونو په تړاو پرېکړه ليکونه نه مراعتوي

۱۳۹۶ فروردین ۵, شنبه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروسته له ۴۰ کلونو څخه د لومړي ځل له پاره په فلسطيني سیمو کې د اسرائیلي کور جوړونې پر ضد پریکړه لیک تصویب کړ. خو د دغه سازمان په خبره اسرائیل دغه پریکړه په پام کې نه نيسي.

https://p.dw.com/p/2ZwLK
Symbolbild Israel Siedlungen im Westjordanland
انځور: picture-alliance/newscom/D. Hill

د منځني ختیځ له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، نیکولائ ملادینو، پر اسرائیلو تور لګولی چې اسرائیل په فلسطيني سیمو کې د دغه هیواد د ښارګوټې جوړونې د بندولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورای غوښتنه له پامه غورزولې.

ملادینو، په فلسطيني سیمو کې د اسرائیلي ښار جوړونې د بندولو په باب د ملګرو ملتونو د امنیت په شورای کې تر رای ګیرۍ وروسته په خپل لومړي رپوټ کې ویلي دي چې د دغې حل لارې په هکله تر پریکړې درې میاشتې تیریږي، خو د اسرائیلو حکومت تر اوسه پورې په دې برخه کې هیڅ ډول اقدام نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې په خاص ډول د اسرائیلوو هغه وروستي پلانونه د اندیښنې وړ بللي چې له مخې یې دغه هیواد په ښکاره ډول په غیر قانوني توګه د ښارګوټو جوړونې فعالیتونه جاري ساتلي دي.

امریکا متحده ایالات ویتو نه کړ

له ۱۹۷۹ م کال را په دېخوا د لومړي ځل له پاره د ملګرو ملتونو د امییت شورای د ۲۰۱۶ م په دسمبر میاشت کې په فلسطيني سیمو کې د اسرائیلو له خوا د ښارګوټو جوړونې د بندولو په حق کې پریکړه وکړه.

د دغې پریکړې پر بنسټ له اسرائیل څخه د اردن رود په لویدیځه غاړه او بیت المقدس کې په عاجل ډول د کورونو جوړونې په برخه کې د ټولو فعالیتونو د بندولو غوښتنه شوی وه. اسرائیل په دې اړه د ملکرو ملتونو پر رای ګیرۍ ډیرې سختې نیوکې وکړې. دا کار ځکه ممکن وګرځید چې د معمول برخلاف په هغه وخت کې د اوباما تر مشرۍ لاندې امریکا متحده ایالاتو د امنیت د شورای پریکړه لیک ویتو نه کړ، بلکې هغې ته یې ممتنع رایه ورکړه.

د اوباما ځای ناستي د ولسمشر په توګه د خپلې دندې تر پیلولو مخکې په دې ارتباط د امریکا پر حکومت سختې نیوکې وکړې. وروسته تر دې چې دونالد ترمپ د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري رئیس په توګه څوګند یاد کړ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته یې د خپل نا محدود ملاتړ ډاډ ورکړ.

د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر یعني دونالد ترمپ  د فبرورۍ په میاشت کې واضحه کړه چې د دوو دولتونو (فلسطين- اسرائیل) حل لاره د منځني ختیځ د کړکیچ له پاره د حل یوازنې لاره نه ده. هغه په یوه مرکه کې دا هم وویل هغه باور نه لري«چې د ښارګوټو جوړنې په برخه کې پرمختګونه دې د نږدې ختیځ د سولې پروسې په برخه کې ګټور وي.»

د تړلو دروازو تر شا خبرې اترې

د منځني ختیځ د کړکیج په هکله د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې ملادینو، تر رپوټ وروسته په نیویارک کې د ملګرو متلتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو د تړلو دروازو تر شا په دې اړه بحث او خبرې اترې وکړې. پا پای کې د بریتانیې سفیر متیو ریکروفټ، وویل چې د دوی هیواد هم د نورو ډیرو په شان د دوو دولتونو (فلسطين- اسرائیل) پر حل لارې ټینګار کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.08.2014):